د عراق په موصل کي داعش د سيمي په پريښودلو سره هر څه له منځه وړي

د عراق په موصل کي داعش د سيمي په پريښودلو سره هر څه له منځه وړي

ددي هيواد دولتي سرتيرو له دي سره ويلي، چي دوی د موصل مرکز په لور پر مخ روان دي  او له دي ښاره وتلي کډوال د داعش له چلند څخه سرټکوي

په موصل کې د  داعش پر وړاندې د ایتلاف ویاند ویلي: داعش د شا تګ پر مهال هر څه له منځه وړي. ده زیاته کړې له دې سره چې عراقي سرتیري پر مخ روان دي خو دوی به هم ددې ځواکونو د بریالیتوب لپاره له هیڅ ډول مرستې او هڅې ډډه ونکړي.

د موصل عملیاتو په لاره کې لوی خنډونه د داعش له لوري له خلکو د انساني سپر په توګه کار اخستنه او له مرګ سره ددوی مخ کول ده. له دې سره له کیمیاوي وسلو د کار اخستنې ګواښ هم شتون لري.

کريس پارکر – “مونږ په داسې هڅو لاس پورې کوو چې دا ګواښونه له منځه یوسي کیدایي شي سرتیري د کیمیاوي وسلو له برید سره مخ شي مونږ ددوی پّ واک کې امکانات ورکړي دي ترڅو په دې برخه کې مصونه وي.”

Author

خروج از نسخه موبایل