د عراق مفتي: عراق د پلورلواو پیرلو وړ ندی او د ویشلواجازه یې نه ورکو
د عراق مفتي د عراقیانو پر یوالي د ټینګار ترڅنګ ویلي عراق د پلورلو او پیرلو وړ ندی او د تجزیی اجازه به ورنکړو.
ددوشنبه په ورځ په عراق کې د اهل سنت په عمومي غونډه کې مهدي احمد الصمید عي ویلي: عراق د انبیا، اهل بیت او د پیغمبرانو خاوره ده او هڅکله به دښمنانو ته ددې هیواد د ویشلو او اجازه ورنکړل شي.
د عراق مفتي داسلامي امت د یوالې په تړاو قراني آیتونه او زدکړوو ته په نغوتې سره د عراق عالمانو او د نړۍ مسلمانانو ته داسلامي یوالي د اهمیت او د اسلامي نړۍ پر وړاندې د لویدیځ توطیو پر شنډولو ټینګار وکړ. له دې سره ده د اسلامي ویښتیا غونډې ته چې د شنبه په ورځ په بغداد کې تر سره شوه وویل مونږ ټول د نړۍ د حالاتو پر وړاندې مسول یو.