داعش په غور ولايت کي 33 ملکي کسان په ډزو وژلي دي

داعش په غور ولايت کي ۳۳ ملکي کسان په ډزو وژلي دي د غور والي وايي پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چي د داعش اوامنيتي سرتيرو ترمنځ په نښته کي د داعش يو قومندان ووژل شو

د غور والي ناصر خاضع وایي: کله چې د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې داعش وسله والو ماته وخوړه او ددوی یو قومندان ووژل شو، دې ډلې هم ۳۳ ملکي کسان له تیښتې وروسته په ډزو سره ووژل. د والي په وینا دا کسان د فیروز کوه اوسیدونکي وو. له دې سره دوی ویلي چې په دې نښته کې دوه پولیس او د ولسي پاڅون یو غړي هم وژل شوي دي.

د والي په وینا، د امنیتي سرتیرو او داعش وسله والو ترمنځ نښته تیره ورځ له هغه وروسته پیل شوه کله چې دوی غوښتل د سیمه ایزو اوسیدونکو رمې له ځان سره بوځي. دوی ویلي د فیروز کوه ښآر په شمال کې د داعش وسله والو د ځالو د له منځه وړلو هڅې روانې دي.

د غور والي زیاته کړې: په دې وروستیو کې په دې سیمه کې د داعش جنګیالیو په غلان او لوټ مار لاس پورې کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې چارواکیو یواځې په ننګرهار کې د داعش د شتون پخلی کړی وو. دوی ویلي وو چې داعش د هیواد په نورو سیمو کې شتون نلري.

Author

خروج از نسخه موبایل