د عراق موصل ښار شاوخوا کې د داعش ډلې جنایتونه

د عراق موصل ښار شاوخوا کې د داعش ډلې جنایتونه

ښايي د موصل ۲۰۰ زره اوسېدونکي ښايي له خپلو کورونو وتلو ته اړ شي.

ملګرو ملتونو بشري حقونو کارکونکو ته د اسلامي دولت نومي ډلې د ځينو جنایتونو رپوټونه رسېدلي.

ویل کېږي په یوه قضیه کې درې ښځې او درې ماشومان هغه مهال د یادې ډلې وسله والو له لوري وژل شوي، چې په زور له یوه کلي بل ته د شړلو پر مهال وروسته پاتې وو.

رپوټونه وايي یوه بله پېښه کې د وېرې، ترهې خپرولو لپاره ۱۵ ملکي کسان وژل شوي او مړي یې سیند ته غورځول شوي دي.

ملګري ملتونه وايي دغو پېښو سره داسې وېره رامنځته کېږي، چې ښايي داعش ډله به ملکي کسان د ډال په توګه وکارووي.

د موصل بېرته نیولو لپاره هغه پوځي عملیات چې له ډېره وخته راهیسې یې انتظار کېده، د عراقي ځواکونو، کردي او شیعه ملېشو، سني عرب قبایلو او د امریکا په مشرۍ هوايي ځواک په ملاتړ اته ورځې مخکې پیل شوي دی.

جینیوا کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو د کمشنر ویاند روپرټ کولوایل د سې شنبې په ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل، د ښځو، ماشومانو او ملکي خلکو پر ضد د جنایتونو پرلپسې رپوټونه دوی ته رسېږي.

نوموړی وايي ‘دم ګړۍ دا ستونزمنه ده، چې ټول دغه رپوټونه تایید کړو، ځکه نو باید پایلې غوڅې و نه بلل شي، بلکې لومړنۍ وبلل شي. حکومتي ځواکونو د موصل شاوخوا کې یو شمېر کلي او ښارګوټي نیولي دي

نوموړي وویل د بشري حقونو کارکوونکو ته ویل شوي، چې له موصل نه نژدې ۴۵ کیلومتره لري سفینه نومي کلي کې داعش ډلې ۱۵ ملکي کسان وژلي او د هغوی مړي یې سیند ته غورځولي دي.

داسې باور کېږي، چې موصل کې د داعش ډلې له دریو تر پنځو زرو پورې وسله وال شته او د دغو وسله والو له لوري مقاومت ته په پام سره ښايي د موصل عملیات که میاشتې نه وي، څو اونیو پورې وخت به ونیسي.

د اټکلونو له مخې ویل کېږي، چې موصل کې یو نیم میلیون ملکي کسان هم ژوند کوي او ملګري ملتونه وايي داسې احتمال شته، چې راتلونکو اونیو کې به د موصل تر ۲۰۰ زره پورې ملکي اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.

Author

خروج از نسخه موبایل