پچيراګام کې ګډ چاڼيز عمليات پيل شول

پچيراګام کې ګډ چاڼيز عمليات پيل شول

د ملي اردو چارواکي وایي، تېره شپه یې په پچیراګام ولسوالۍ کې له نورو ځواکونو سره ګډ چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسول جګړن شیرین اقا نن وویل، چې تېره شپه د ملي اردو څلورمې پلې لېوا په مشرۍ د ملي، عامه نظم، سیمه ییزو او ولسي پاڅون کوونکو سره په شریکه د داعش وسله والو پر ضد ګډ چاڼیز عملیات پیل شول.

فقیري وایي، چې سیمې ته نوي نور تازه دمي سرتېري رسېدلي او ډېر ژر به یاده سیمه دداعش وسله والو له شتونه پاکه کړي.

سرچینه  وایي، دغه عملیات به تر هغې روان وي، چې یاده ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسله والو له شتون څخه پاکه کړي.

داعش وسله والو تر اوسه ددغو پیل کړو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Author

خروج از نسخه موبایل