په کندهار کې ۵ وسله وال نیول شوي دي

په کندهار کې ۵ وسله وال نیول شوي دي

له ملي امنیت څخه په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو ۵ وسله والو په کندهار ښار او ولسوالیو کې بمي چاودنې او ډله يیز بریدونه ترسره کول، چې د ملي امنیت لخوا د ځانګړو عملیاتو پرمهال ونیول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي پنځه وسله وال د کندهار د پنجوایي، ژړۍ او شاولي کوټ ولسواليو اوسېدونکي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوو وسله والو پر لویو لارو او ولسوالیو کې د عشر او زکات په نوم له خلکو په زوره پیسې او خوراکي توکي هم اخیستل.

نیول شوو کسانو په یوه ویډیو کې پر خپلو جرمنو اعتراف هم کړی، خو تر اوسه وسله والو د نیول شوو کسانو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *