ننګرهار کې ولسي ځواک او حکومت د داعش جګړې لپاره چمتو کیږي

ننګرهار کې ولسي ځواک  او حکومت د داعش جګړې لپاره چمتو کیږي

د ولسي خلکو مړي او ټپیان د جګړې په میدان کې پاتې دي او ددغې ډلې پر وړاندې د حکومت عملیات پلان شوي خو تر اوسه یې جګړه نه ده پیله کړې.

د پچیراګام په ولسوالۍ کې پاڅون کوونکي او ګډ حکومتي عسکر د داعش سره د تازه جګړې تیاری نیسي. د یکشنبې په ورځ هم په حکومتي پوستو یو نیم ‌ډز وشو، خو توده جګړه ونشوه.

سیمه ییز پاڅون کوونکي وايي دوه کاله یې پر ولسي ملاتړ خپله ولسوالۍ وساتله، خو نور بې وسه شوي، ځکه په دې دومره اوږده موده کې یې حکومت د ټوپکو مرمۍ هم نه دي ورکړي.

دوی وايي له داعش سره په تیره څلور ورځنۍ جګړه کې یې د کورنیو لسګونه غړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو مړي یې په میدان او ټپیان یې بې درملو پراته دي. که څه هم سیمې ته د عملیاتو لپاره تازه ځواک رسیدلی، خو عملآ یې له داعش وسله والو سره جګړه نه ده کړې.

سیمه ییزو اوسیدونکو امریکا غږ ته وویل د وسله والو طالبانو ځینو ډلګیو هم له پاڅون کونکو سره د داعش پر وړاندې د جګړې لپاره لاس یو کړی دی. ځايي چارواکي وايي ډیر ژر به په سیمه کې د داعش ډلې ملا ماته کړي.

ولسي خلک اندېښمن دي که د داعش ډله د پچیراګام ولسوالۍ کې خپله ولکه ټینګه کړي نو ډېرو نورو سیمو ته هم خطر پیښولې شي.

Author

خروج از نسخه موبایل