د سوریې رقې ښار دعملیاتو لپاره د ترکیې چمتوالی

د سوریې رقې ښار دعملیاتو لپاره د ترکیې چمتوالی

په سوريه کې د ترکيې تر ملاټر لاندې وسله وال د امريکا په مشری د ايتلاف له ځواکونو سره د سوريي رقي ښار په تړاو گډو عملياتو ته چمتو دي د ترکيي ولسمشر له دي سره په دي عملياتو کي د امريکا تر ملاټر لاندي د کردانو له گډون سره مخالفت څرگند کړی دی

د سوریې شمال ته د ترکیه آزاد پوځ ورتګ د تیر کال د اګست میاشتی څخه پیل شوی دی. د دمش دولت سوریې ته د ترکي پوځیانو ورتګ ددوی پر خاوره تیری ښودلی او روسیې هم د انقرې له دې پریکړې سره مخالفت څرګنده کړی دی. خو د ترکیې ولسمشر د خپلو زرګونو پلویانو ترمنځ په خبرو کې د خپل هیواد له دې کړنې دفاع کړې او دا یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ښودلې ده. د امریکا په مشری د ترهګرۍ پر وړاندې له ایتلاف څخه هم وغوښتل ترڅو په رقه کې له دوی سره په ګډه عملیات پیل کړي خو په دې عملیات کې د کردي وسله والو ګډون رد کړی دی.

رجب طيب اردوغان- “که چیرې د ترهرګرۍ پر وړاندې د مبارزې ایتلاف چمتوالی ولری مونږ په رقه کې د اړینو ګامونو د پورته کولو لپآره چمتو یو خو له کردانو سره په ګډه هیڅ ډول عملیات به تر سره نشي مونو له ترهګریزو ډلو سره هیڅ ډول ګډون نغواړو.”

په سوریه کې له وسله والو ډلو سره مرسته او همکاري له داعشه ددې سیمې د آزادولو لپاره په لاره اچول کیږي خو په ځینو برخو کې لیدل شوي چې ترکیه په ځینو برخو کې د امریکا تر ملاتړ لاندې وسله والې ډلې هم په نښه کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل