په سویډن کې د کډوالو په پنډغالي کې اور لګیدلی

په سویډن کې د کډوالو په پنډغالي کې اور لګیدلی

په سویډن کې د جمعې په شپه د کډوالو مرکز ته د اټکل له مخې په قصدي توګه اور اچول شوی دی. په دې هکله خبر د جمعې په ورځ د اکتوبر د میاشتې په ۲۱ مه نیټه پولیسو ورکړی دی. دغه پیښه په ستهکولم کې رامنخ ته شوې ده. د پولیسو د معلوماتو له مخې ویل کېږي، چې ودانې د باندې سوځیدلې ده. چارواکي په دې اند دي، چې ودانۍ ته کوم چا اور اچولی دی. د ستهکولم د پولیسو رسمي استازی کیل لیند ګرین وايي، چې ښوونې نه وه، چې په دغې ودانۍ کې اور په خپله لګیدلای وای». په دغې پیښه کې چا ته کوم زیان رسېدلای نه دی. د پیښې بر مهال ۹ تنه کډوال او دوه د یادې ادارې همکاران چې په ودانې کې موجود وو، ویستل شوي دي. د پیښې به تړاو پلټنې پیل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *