د ايټاليا په پلازمينه روم کي د يوه جومات د تړلو پر وړاندې په سلگونه مسلمانانو لاس په لاريون پوري کړی دی

د ايټاليا په پلازمينه روم کي د يوه جومات د تړلو پر وړاندې په سلگونه مسلمانانو لاس په لاريون پوري کړی دی

د جمعې په ورځ په سلګونه مسلمانانو د پنځو جوماتونو په تړل کیدو سره د جمعې لمونځ د کولسیوم تاریخي سیمه کې ادا کړی دی.

ددې لاریون تر سره کونکیو مسولینو ویلي: دا جوماتونه په بیلا بیلو بهانو سره تړل شوي او دا دلیل نشي کیدای چې جوماتونه د بند کړل شي. دوی د مذهبي تبعیض د ستونزې هواری غوښتنه کړې ده.

ميتا اکتر- “مسلمانان له تړلو دروازو سره مخ شول که چیرې جوماتونه وتړل شي مونږ د عباد لپاره د خایونو غوښتونکي یو که چیرې دوی د جوماتونه دروازې بندې وساتي مونږ به دلته لمنځونه ادا کړو.”

نادم محمد – “د روم په ښار کې ډيری جوماتونه تړل شوي دي مونږ په کوم ځای کې عبادت وکړو؟ مونږ دلته خپل لمونځ ادا کووو ځکه چې جوماتونه تړل شوي دي مونږ حق لرو ترڅو د عبادت لپاره جومات ولرو.”

لاریون کونکو هغه څرګندونې چې ګواکي په دې جوماتونو کې بنسټپالۍ زدکړې ورکول کیږي رد کړې له دې سره دوی له مسلمانانو سره د ترهګرو تړل غندلې دي. اوس مهال په ایټالیا کې یو میلیونه شپږ سوه زره مسلمانان ژوند کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *