د ننګرهار پچير اګام كې ۵۴ داعش جنګیالي په هوایي برید کې وژل شوي

د ننګرهار پچير اګام كې ۵۴ داعش جنګیالي په هوایي برید کې وژل شوي

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي د دغه ولايت په پچيراګام ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پرمهال د داعش ۵۴  وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي وياند حضرت حسين مشرقيوال وويل، د تيرې ورځې راهيسې د پچيراګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش، وسله والو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو تر منځ نښتې را منځته شوي چې نن سهار د ادخيلو پر سيمه په هوايي بريدونو کې ۵۴ داعش وسله وال وژل شوي دي .

مشرقيوال دغه راز په يادو نښتو کې د څلور طالب وسله والو او ملکي وګړو د وژل كېدلو يادونه هم وکړه، خو د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه درلودل.

هغه زياته کړه چې پرون سهار ګڼ شمېر داعش وسله والو د يادې ولسوالۍ په پاس پچير سيمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو او عامو خلكو بريدونه پيل کړل چې په ترڅ کې يې نښته رامنځته شوه.

Author

خروج از نسخه موبایل