عربستان د واوري : مصر د دوي تربار لاندې نه راځي.

عربستان د واوري : مصر د دوي تربار لاندې نه راځي.

تباین هغه تګ لاره چي د مصر او عربستان لپاره یي غوره کړئ که څه هم دوي د دی تګ لارې ډيري پټولو هڅه کړی خو دغه تګ لاره نوره پټه نده پاتي او برملا شوي، د مصر بهرنیو چارو وزیر دغه امر تایید کړي او له ریاض سره یی د ستونزو شتون اعلان کړي.

که څه هم دغه ستونزی پخوانې دي خو اوس برملاشوي او منځ ته راغلې دي، د امنیت په شوار کې قاهره له لوری روسیه پریکون لیک ته رایه ورکول په دي معناشول لکه : وښته چی د اوښ غاړه پري کړي؛ دغه ګام د سعودي عربستان غوسه راپارولي او مصر ته یی نفتي توکو باندی مرسته باندي بندیزغوره کړي.

هغه څه چی باید روښانه وی د هیوادونو بهرنې سیاست ده چی بل هیڅ یو هیواد هم نشې کولي د دوی په سیاسی تګ لاره باندی کار ولري، خو سعودی عربستان دغه پریکړه نه مني او نو له همدی وجی یو له داسی هیواد تاریخ درلودونکې لکه مصر څخه غواړي چې په یوشمیر پریکړو کې د دوي وړاندیزونه ومنې او له دوي څخه تابعیت وکړي، خو مصریان نغواړي چی آل سعود سره معامله ته لاړ شې او هڅه کوي ترڅو نقش یا رول یی په سیمه کې بیرته فعال کړي. ټول په دي پوهیګې چی د دوه هیوادونو ترمنځ اړیکې ګډی منافعو او ملی امنیت تړاوونو پورئ تړاو لري، نو باید پوه وي چی دغه اړیکې د دوه ګونې چلند (برابری) او تابعیت له مخی نه رامنځ ته کیږی ، خو سعودی عربستان دغه اصله خبره نه منې او په مصر کې د اوسني اقتصادي حالت څخه ګټه پورته کوي. همدا راز مصری سیاستمدارانو ته لومړي د هیواد خپلې ګټی او منافع اړینه ده او همدا لار یې خپله کړي او هڅه کوي ترڅو همدی لاری ته دوام ورکړي نو له همدي امله سعودی عربستان ورته ندی مهم که څه هم پر دوی باندی خپلی مرستې بندي کړی.

مصر مصر دي او که چیری د سعودی عربستان تر بارلاندی راغي نو هیڅ کله به هم په دی بریالی نشې ترڅو خپل ځای او مقام بیرته ترلاسه کړي ، هغه سیاست چی سعودی عربستان د یمن، سوریه ، عراق ، لبنان او یوشمیر نورو هیوادونو لپاره غوره کړي غلطه تګ لار او ناسم سیاست دي چی دغه هیوادونه له ماتی سره مخامخ کوي.

په یمن، سوریه ، او عراق کې د سعودی عربستان ماتی افول لاره خپله کړي او حتا سعودی عربستان له دی وروسته د خلکو په سترګو کې د یو منفور هیواد په توګه عربیانوته څرګند شوی ده، د دي بدلون اصلی لامل د سعودي عربستان هغه ناسمه سیاسی تګ لاره ده چی په یوشمیر هیوادونو کې د ناسمی سیاسی پالیسی له امله چی دغو هیوادونو سره اقتصادی مرستې کوي او هڅه یي کړي ترڅو هغه ستونزي چی د نړیوالو پوځیانو له لوري کیداي شې هواري شې دخالت کړي او له دلاري سره یی خپله لاره کې بدلون رامنځ ته کړي، خو مصر چی اوس هڅه کوي یوځلی بیا په پښوباندی ودریږی او هیڅکله یی هم نه مستقیم او غیری مستقیم لاری څخه عربی هیوادونو کې لاس وهنه ندي کړي او تل یی هڅه کړي ترڅو نوروهیوادونو سره اوسنیو کړکیچونو کې مرسته وکړي ترڅو ستونزی هواری شې مخ ډب کوي.

هغه څو نفره چی د مصر مشر ښاغلی السیسی خیانت په اړه سعودی عربستان ته په خیانت تورنوی او یاهم د ښاغلی السیسی ترشا خبري کوي دا یې له یاده ویستلی چی مصر یو تاریخ درلودونکې او حیثیت لروکې هیواد ده نه دعربستان یو وړوکې ښار .

هغوی چی ګمان کوی د امنیت په شورا کې د مصر رایه اړینه نه وه فکر کوي چی مصر باید د عربستان لپاره رایی ورکوني څخه ډ ډه کړي واي خو په اصل کې دوی د دي تمه لري چی قاهره باید د سعودی عربستان لپاره غوره شوی لار لری واچوي او د آل سعود ګل تر خاورو لاندی کړي ، ځکه د مصر دغه یوه رایه د ورو سوریه کې د داعش او خویندو سره یی د مبارزه روښانه یوحمایت وو.

د ضغم خبره : دا چی ولي عربستان د مصر سیاستونه نه کنټرولوی؟ خو که چیری د دي سوال ځواب دا وی چی عربستان د اقتصاد له مخی مصر سره مرسته او کمک کوي ښه خبر خو مونږ دي حالت ته نه یو رسیدلی ترڅو خپله تګ لاره روښانه او نوروهیوادونو پر وړاندی موضوع روښانه کړو او له دوی سره راکړه ورکړه پیدا کړو؟  آیا له مصر څخه سعودی عربستان اقتصادی ملاتړ د دی معنا لري چې مصر اداري یی خپلې کړی واک یې ترلاسه کړي او د ریاض په ګټه دغه اداره کارونه کوي؟

کولی شو چی وه وایو مصری ډیر سعودی عربستان سره هڅه کړي چی جوړ راشي خو قاهره نور نشي کولی د ریاض دغه تکراری تیروتني ومنی او تحمل کړي، د یمن جګړه چی پرته د وینو تویولو او شخړو یی نورڅه لاسته پکې رانه وړه ! آل سعودی حاکمانو هڅه وکړه ترڅو یوشمیر هیوادونه تحریک کړی لکه امریکا په شان هیواد چی اړ یي ویست ترڅو په سوریی باندی پوځی  برید وکړي او دغه هیواد حکومت ړنګ کړي،! له ترهګریزو او تکفیری ډلو څخه ملاتړ او حمایت په عراق کې تکراری مداخله او د داعش پر وړاندی هر ډول مبارزه پر وړاندی اقدام ! دغه چارې د مصر حکومت امنیت او ثبات او سیمی لپاره لوي ګواښ بلل کیږی.

یوبل د اختلاف علت په غروزنی کې د مصر لوړ پوړي چارواکې غونډی ته هم اشاره کولو شو چی په دي غونډه کې د وهابیت او احل سنت جماعتیانو ترمنځ توپیر ته په دي غونډه کې ونه کتل شول او دغه خبره په ریښتینی ډول یوه درد لرونکې پټه څاپیړه ده چی عربستان ته ورکړل شوي ده.

او همدا راز یوه بله موضوع چی ایران او مصر ترمنځ اړیکې ښي شوی نو سعودی عربستان دغي موضوع خواشینه کړي ، او دوی نشي کولی چی دغه موضوع نادیده یا نالیدلی وبولې ځکه چې دوی داسی ګمان کوي د مصر او ایران ترمنځ اړیکه کولي شی د ریاض هغه هڅې چی له تیرو څوکلونو رادیخواه یی ایستلی دي له منځه لاړي شې، په دي برخه کې لکه رسنیو ته پیسې ورکول ترڅو د ایران پر وړاندی منفی تبلیغات ترسره کول او دغه هیواد په لویه ستونزه کې راوستل ، د ایران له سیاست څخه نورو هیوادونو ویرول ، او د عمومی کسانو لپاره په ایران کې شیعیه مذهبو لپاره زمینی برابرول همدا راز د رسنیو سانسورول په داسی حال کې چی لسګونه میلیونه عرب په اصل کې شیعیه مذهبه دي بیا په همدی حال کې عربستان هڅه کوي ترڅو له اسرایلو سره اړیکې غښتلي او ټینګې کړي په داسی حال کې چی لومړنې د اسلامی امت او مذهب دښمن دي.

په پایله کې مصر د ځان لپاره نوي محور له روسیه ، ایران ، عراق ، او سوریه لپاره د امریکا ، سعودی عربستان، ترکیه پرضد غوره کړي او جوړکړي ، مصر د دي محور له لاري غواړي چی په مسالمت آمیزه سیاست له لاری خپل کارونه په سیمه کې ستونزو هواري کې کار وکړي او د دوهم محور هیوادونو پر وړاندي دریږي چې غواړي تل په سیمه کې پوځی تګ لارو څخه کار واخلې او دي تګ لارو څخه یي ګټه پورته کړي.په پاي کې نشو کولي نور څه ووایو پرته له دي چی ؛ مصر د دنیا مور؛ خپل لید لوري او خپلی تګ لاري او پریکړي څخه برخه منه ده او ټول باید ورته احترام ولري دغه تګ لاره او موضع غوره کول د مصر اوسیدونکو له ملاتر څخه هم برخمن دي ، دا خلک دي چی تل خپلو مشرانو پسې ولاړ او اوس هم ولاړدي او یو نماد یی اوچت کړي دی.

Author

خروج از نسخه موبایل