د فلسطين په غزه کي د کلابندۍ له امله بد حالات

د فلسطين په غزه کي د کلابندۍ له امله د بدو حالاتو او د رغاوني د پځتيا په هکله اتيا بنسټونو خبرداری ورکړی دی

د فلسطين اطلاع رسوني د مرکز څخه د خپرو شويو مالوماتو له مخي دي سازمانونو د غزي بيا رغاوني په هکله د نريوالي ټولنې د قاهري ناستي د دوه کلني پر مهال په يوه گد ليک کي ويلي اوس مهال په غزه کي د زگاره کسانو شميره دوله څلويښت سلنه ده او ددې سیمې پنځه شپیته سلنه اوسیدونکي د بیوځلې کرښې لاندې ژوند کوي او اته دیرش سلنه له سختو ناخوالو سره مخ دي.

دې سازمانونو په غزه کې بدو حالاتو ته په نغوتې سره ویلي د کلابندۍ له امله د غزې اتیا سلنه اوسیدونکي پر انساني مرستو تکیه کړې او له دې لارې خپل معاشونه تر لاسه کوي.

ددې لیک په پای کې راغلي پر غزې ټولې دا ناخوالې پر دې سیمه د اسرایلو له لوري د غیر انساني او غیر قانوني کلابندی له امله دي. هغه کلابندې چې له نهو کلونو راهیسې را روانه ده.

دې ادارو پر هغه بندیزونو چې د اسرایلو له لوري غزې ته د ودانیزو توکیو پر واردولو لګولي نیوکه کړې ویلي یې دي، ددې بندیزونو له کبله په غزه کې د هغه ودانیو بیا رغاونه چې د دوه زره څوارلسم کال په یوه پنځوس ورځینۍ جګړه کې ویجاړې شوي پڅوالی رامنځ ته کړی چې له امله یې فلسطینی کورنۍ له سختو ننګونو سره مخ دي.

همدارنګه په دې لیک کې د غزې بیلا بیلو ستونزو ته اشاره شوې او له نړیوالې ټولنې څخه غوښتل شوي ترڅو ددې بندیزونو د لرې کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

Author

خروج از نسخه موبایل