“د عاشورا په ورځ د شیعیانو وژل”

د عاشورا په ورځ د شیعیانو وژل”

په لندن کې میشتې  د اسلامي حقونو کمیټې د ناجیریا له حکومته وغوښتل ترڅو د خپلو هیوادوالو محاصره پای ته ورسوي او لږکیو شیعه وو ته اجازه ورکړي ترڅو خپل ديني مراسمو په ازاده توګه سر ته ورسوي. دې شورا د عاشورا په ورځ په دې هیواد کې د بریدونو په کله غبرګون ښودلی دی.

د تر لاسه شویو مالوماتو له مخې درویشت کسان هغه مهال د پوځ په ډزو کې ووژل شول او په لسګونه نور ټپیان شول، کوم چې غوښتل یې دعاشورا په مراسمو کې ګډون وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ناجیریا حکومت وغوښتل ترڅو خپله کړنه په یو دول سره توجیه کړي او ویلي یې دي چې دا لاریون غیر قانوني دی د سولې او امنیت لپاره ګواښ رامنخ ته کولای شي.

په زړه پورې خو داده چې د عاشورا مراسم د نړۍ په کچه د مسلمانانو له لوري د حضرت نبي کریم ص د لمسي د قیام او شهادت د یاد ساتلو پّ موخه تر سره کیږي.

مخکې له دې څیړونکي کمیټې د ناجیریا پوځ د درې سوه اوه څلویښتو کسانو په وژلو تورن کړی وو او ویلي یې وو چې پوځیانو مړي د کادنا په ښار کې په ډله ایزو قبرونو کې خاوروته سپارلي دي. دا کمیټه چې د کادنا ایالتي حکومت له لوري رامنځ ته شوې وه ددې مذهبي کسانو د وژونکو  د محاکمې غوښتنه یې کړې ده. مخکې له دې د بښنې نړیوال سازمان هم یو ریپوټ خپور کړچې پکې د ناجیریا پوځیان په لوی لاس د شیعیانو پر وړاندې د وسلې په کارولو او ددوی په وژلو تورن شوي وو. په دې ریپوټ کې ویل شوي چې پوځیانو وژل شوي کسان په ډله ایزو قبرونو کې خښ کړي او ددوی د جرمونو په هکله اسناد یې له منځه وړي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل