اردو مسولينو په غزني ولايت کي د عملياتو له بريا خبر ورکړی

د ۲۰۳ قول اردو مسولينو په غزني ولايت کي د عملياتو له بريا خبر ورکړی ويلي يي دي دي عملياتو دوه اونۍ دوام درلود چي په لړ کي يي ۱۷۰ وسله وال وژل شوي او له ۴۰ ډير ددوی موټر او موټرسايکيلونه تر لاسه شوي

پّ دې وروستیو کې د دولت وسله والو مخالفینو ډیره هڅه وکړه ترڅو د غزني ولایت ګیرو ولسوالۍ ونیسي او له دې وروسته د غزني کندهار لاره ناامنه کړي، خو افغان ځواکونو هم له دوه اونیو راهیسې ددوی پر وړاندې عملیات په لاره اچولې او د طالبانو پلانونه یې شنډ کړي دي.

د دوه سوه دریم قول اردو قومندان دا عملیات بریالي ښودلي ویلي یې دي، دډې عملیاتو د ثقل مرکز د ګیرو ولسوالۍ ده، دده په وینا، د ولسوالۍ شاوخوا سیمې نیول شوې او په خپله د ولسوالۍ په مرکز کې هم پوځي پیاوړتیا رامنځ ته شوې ده.

د هیواد په سویل ختیځ کې د سپین زر زون د پولیسو قومندان هم د غزني اوسیدونکو ته ډاډ وکړی چې په دې سیمه کې جدي ګواښونه له منځه وړل شوي دي.

د تندر دوه سوه دریم قول اردو مسولینو هم ویلي، په دې عملیات کې د دولت یوسل درې اویا وسله والو مخالفین چې څلور پکې پاکستانیان دي وژل شوي او له سلو ډیر نور یې ټپیان دي. له دې سره دوی زیاته کړې په دې عملیاتو کې د سړک غاړې یو سل اوه شپیته ماینونه شنډ شوي او د وسله والو ډیری پوځي توکي له منځه وړل شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل