د نورستان ولايت د ولايتي شورا دروازه بنده شوه
د نورستان ولايت د ولايتي شورا دروازه بنده شوه
د نور ستان ولایتي شورا چارواکي وایي، د دغې شورا دروازه یې، د فواید عامې وزارت له لوري د نورستان له ولسونو سره د ژمنو شوو پروژو د نه ترسراوي له امله تړلې ده.
د شورا وکیلان وایي، چې په تېرو پنځلس کلونو کې تر اوسه پورې په یاد ولایت کې یو لوېشت سړک هم نه دی قیر شوی.
د نورستان د ولایتي شورا ريیس انجینر سیداالله نورستاني وویل، فواید عامې وزارت له دوی سره ژمنه کړې وه، چې په نورستان کې به سړکونه قیر کوي، د کونړـ نورستان لویه لاره به رغوي، خو تر اوسه ورسره یوه ژمنه هم نه ده عملي شوې.
نورستانی زیاتوي، چې د ولسونو په خوښه یي یاده دروازه تړلې او تر هغې چې د ولسونو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي، د دوی اعتراض به دوام ولري.
د ولایتي شورا رییس وویل، دوی مرکزي حکومت ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی، که فواید عامې ورازت يې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي نو مرکز کابل کې به د احتجاج خېمې ووهي .
د نورستان ولایتي شورا غړي، د دغې شورا دروازې په داسې حال کې تړي، چې له دې وړاندې د بل ختیځ ولایت ننګرهار ولایتي شورا غړو هم د یو شمېر ستونزو د نه حل په غبرګون کې د ولایتي شورا دروازه تړلې وه.