د فرانسې په کاله کي د ځنگله پنډغالی په دوزخ اوښتی دی

د فرانسې په کاله کي د ځنگله پنډغالی د سړې هوا په را رسيدو سره د کډوالو په ځانگړې توگه د ما شومانو لپاره په دوزخ اوښتی دی دا پنډغالی چي تاکل شوي د روان کال تر پايه بند کړل شي تر اوسه هم د شپږو زرو کډوالو کوربه دی

د ځنګله پنډغالی د کډوالو لپاره په دوزخ اوښتی. په دې پنډغالي کې په زرګونه کسان لندن ته د تګ په هیله شپې ورځې تیروي په داسې حال کې ددوی پر وړاندې د انګلستان پولې تړل شوې دي خو ماشومان له ډيریو ګواښونو سره مخ دي او له دوی څخه ډير یې د شپې له لوري د سړې هوا له امله خوب نلري.

نصیر چې درویشت کلن افغان کډوال دی له خپلې میرمن او اوه میاشتینې ماشوم سره په دې تمه دي چې کله به بلډوزر راشي، دا پنډغالی به ویجاړ کړي او دوی به له دې برخلیکه خلاصون ومومي او را روان ژمی په یوه ښه پنډغالي کې تیر کړي

دوی چې نغواړي څیره یې مالومه شي ددې پنډغالي د ویجاړی غوښتونکي دي.

نصير- “زه کله چې دلته راغلم غوښتل مې انګلستان ته لاړ شم خو ډیری کسان هم شتون لري چې غواړي په فرانسه کې پاتې شي. زه په فرانسه کې د پاتې کیدو سره ستونزه نلرم، ستونزه مې یواځې له ژبې سره نابلدتیا ده چې باید زده یې کړم، زه د فرانسې له دولت څخه غواړم ترڅو مونږ له دې حالته وژغوري. زه فکر کوم چې دا پنډغالی باید ویجاړ کړل شي هغه کسان چې دلته دي راتلونکې یې تباه کیږي. مونږ ژوند غواړي خو نه په ځنګله کې ځکه چې څنګل د حیواناتو ځای دی.”

خو په دې وروستیو کې دې پنډغالي ته ځینې مرستندویه ډلې را رسیدلې ترڅو کډوالو سره مرسته وکړي او دوی له دې ښه ځای ته ولیږدوي.

راواز رواکي – “بلې زما کورنۍ په موټر کې ده زما میرمن او دوه ماشومان زما لورکی له اته څلویښتو ساعتونو راهیسې خوب ندی کړی خوب یې له سترګو الوتلی دی.”

د ځنګله پنډغالي چارواکي وایي چې د روان کال تر نوامبر میاشتې به له دې پنډغالي څخه شپږ زره کډوال نورو سیمو ته واستول شي. خو شته داسې کسان چې اوس هم په فرانسه کې د پاتې کیدو پر ځای انګلستان د تلو غوښتونکي دي خو تر اوسه دا هم نده مالومه چې د اروپا د کډوالو سیاست دوی په کوم لورې بوځي، خپل کور ته که په فرانسه کې پاتې کیدو او یا هم دانګلستان په لور تګ ته

Author

خروج از نسخه موبایل