اسلامي افغانستان کي نن د حضرت نبي کريم ص د لمسي د شهادت په وير کي وو

اسلامي افغانستان کي نن د حضرت نبي کريم ص د لمسي د شهادت په وير کي وو نن افغانانو د نړۍ له مسلمانانو او خپلواکۍ غوښتونکو سره په گډه د کل يوم عاشورا او کل ارض کربلا تجربه کړه او په گده سره يي پر يزيد او اوسنيو يزيديانو نفرين استولی دی

د هيواد پلازميني کوخو او واتونو عاشورايي رنگ خپل کري او د اهل بيت مينه والو د کربلا د شهيدانو يادونه او درنشت کري دي   ولسمشر محمد اشرف غني هم په دي مراسمو کي گدون کري وو او د حضرت امام حسين رض د تولو اسلامي مذهبونو د پلويانو يوالي غوشتني ته په نغوتي سره ويلي په افغانستان کي ورورگلوي او بيلا بيلو مذهبونو د پلويانو يوالي بايد وستايل شي

ولسمشر محمد اشرف غني په خپله عاشورایي خبرو کې له امر ب المعروف او نهې عن النمکر څخه د امام حسین پاڅون لوی درس یاد کړی او د بنسټپالو له لوري یې فشارونو ته په نغوتې سره ویلي، عاشورا د اسلامي مذهبونو د یوالي یوه بیلګه ده او په افغانستان کې د بیلا بیلو مذهبونو د پلویانو یوالی باید وستاییل شي.

اجرایي ریس عبدالله عبدالله هم له حسیني عاشورا نمانځنه چې د بیلا بیلو اسلامي مذهبونو له لوري تر سره کیږي لوی حسیني انقلاب ښودلی او ټینګار یې کړی چې عاشورا یوه نه هیردونکی تاریخي پیغام دی. د حکومت اجرایي ریس وویل: عاشورا د یوالي او وروګلوی بیلګه ده او زمونږ خلک ددې درس له مخې خپل ژوندانه ته دوام ورکړي. دوی د یوشپیتم هجري کال عاشورا د انساني شعور ویښتیا یاده کړه وویل ځوانان باید له عاشورا د انسان جوړونې دزکړې تر لاسه کړي.

ښاغلي عبدالله په ویرجنو د تیرې شپې برید یادونه وکړه او دا یې لوی جنایت ښودلی ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه به اسلام دښمنو ته له بدنامۍ پرته بله لاسته راوړنه ونلري. دوی د افغان امنیتي ځواکونو له وړتیا ستانیه کړې ویلي یې دي، ددې ځواکونو قوت د خلکو ملاتړ دی.

له دې سره دوی د پخلاینې خبرو ته په نغوتې سره ویلي: حکومت د دولت له وسله والو مخالفینو سره پخلاینه یواځې ددې لپاره ټاکلې چې د حضرت نبي کریم ص سنت دی او دا هڅې په هیڅ ډول د کمزورتیا ښکارندویي نکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *