د سوريي اوسيدونکيو په داسي حال کې د ويرجنی مراسم تر سره کړي

د سوريي اوسيدونکيو په داسي حال کې د ويرجنی مراسم تر سره کړي چي پنځه کلنې جگړې سخت ځپلي دي   له دي ستونزي سره تيره ورځ د دمشق په واټونو کې په زرگونه کسانو د ويرجنۍ مراسم تر سره کړي دي

د سوریې پلازمینې دمشق زین العابدین سیمه چې د پلازمینې له اصلي واټونو څخه شمیرل کیږي تیره ورځ د زرګونه ویرجنو د مراسمو تر سره کولو شاهده وه. له دې سره ددې ښار په جوماتونو او حسینیه وو کې هم ورته مراسم تر سره شوي دي.

د ادلیب ښار په څنډو د الفوعه او کفریا ښارونو اوسیدونکو هم، چې د دولت وسله والو مخالفینو له لوري کلابند شوي دا مراسم تر سره کړي او د حسین رض او ددوی د یارانو د شهادت یادونه یې کړې ده.

له دې سره ددې سیمو اوسیدونکو اعلان کړی چې د اهل بیت ښونځي پر غړیتوب ویاړي.

دا دوه ښارونه چې د سوریې شمالي لوري ته د ادلیب په څنډو کې پراته دي څلویښت زره اوسیدونکي لري چې له یو نیم کال راهیسې د دولت وسله والو مخالفینو له لوري کلابند دي. دا ښارونه د جيش الفتح، احرار الشام، النصره جبهې او جند‌الاقصي له لوري کلابند شوي دي.

ددې دوه ښارونو خلک په ډې کلابندۍ سره د خوړو، اوبو او درملو له سخت کمښت سره مخ شوي دي.

په سوریه کې ډيری کسان د محرم میاشتې په رارسیدو سره دا مراسم تر سره کوي او ډيری سیمې په تورو تکو پوښل کیږي، د ډيریو سیمو په حسینیه کې شپه او ورځ روضه خواني کیږي، په دې سره په دې سیمو کې د محرم له اومې تر لسمې ډول ډول مراسمو په لاره اچول کیږي او د ویرجنو ډلې په لارو او کوڅو کې په منظم ډول خپل مراسم تر سره کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل