د عاشورا په لسمه شپه کربلاي معلي له يوالي او غوغا څخه ډکه وه

د عاشورا په لسمه شپه کربلاي معلي له يوالي او غوغا څخه ډکه وه په دي ښار کې تيره شپه د سلگونه زره کسانو له لوري د محرم اړوند بيلا بيل ډوله د ويرجنۍ مراسم تر سره شوي دي

تیره شپه د ماښام او عشا له لمنځونو وروسته ډلې ډلې ویرجنو د کربلا ښار په کوڅو او واټونو کې د ویرجنۍ مراسم په لاره واچول او د بین الحرمین په لور وخوځیدل او له دې وروسته یې د حرم په دننه کې او الحرمین کې د محرم ځانګړې ویرجني مراسم تر سره کړي دي.

له دې سره د ویرجنو سره همهاله ددی په ډول رامنځ ته شویو ډلو او خلکو دې مراسمو ته نوی رنګ ورکړی وو.

له کربلا څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې دې سیمې ته غځیدلې لارې د تر افیکو له سختې ګڼې ګوڼې سره مخ وې او د حضرت حسین رض تعالی عنهه او د اهل بیت مینه وال له دریو لارو بغداد نجف او حله څخه په کربلا کې د شپې د تیرولو په موخه دې ښار ته را روان وو له دې سره ویل شوې چې دې ښار ته په راتلونکو لارو کلک امنیتي چمتوالی نیولی شوی وو اوله دې سره روغتیایي کارکونکي او اطفایې هم د تیار سۍ په حال کې وې.

په ورته حال کې سیمه ایزو ډلو دلو خلکو په بغداد نجف او یو شمیر نورو ښآرونو کې له میرمنو ډير هرکلی کړی دی او په خپل سر داسې ډلې رامنځ ته شوې وې چې ښار به یې پاکولو او له زیارت کونکو سره به یې د لارو په ښودلو کې مرسته کوله چې ددوی دې کړنې د خلکو او امنیتي سرتیرو سره تر ډيره مرسته کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *