د آل سعود له ویرې یو شمیر عربستانیانو له لوري د مسلک بدلون او کډوالي

د سولې،امنیت او عدالت  انجمن د ۲۰۱۶ د اکتوبر میاشتې په ۱۰ نیټه، په خپله فیسبوک پاڼه کې د یوه ریپوټ په خپرولو سره، په لبنان کې دیو شمیر عربستاني وګړیو له کډوالی او مسیحي کیدو خبر ورکړی دی.

ددې ریپوټ له مخې په ظاهري ډول د تغرید، امیره او فاتن المطیري په نمونو یو عربستاني وګړي د خپلو کورنیو له یو شمیر غړیو سره د دوه زره شپاړسم کال د اګست میاشتې په نهمه نیټه د ځان ژغورنې له مخې له سعودي عربستان څخه تښتیدلي او په لبنان کې یې پناه اخستې ده. دې کسانو د ځان ژغورنې لپاره حتی خپل دین ته بدلون وکړی او مسیحیت ته یې مخه کړې ده.

له بل لوري د سعودي عربستان دولت هم ددې ډول مسایلو د مخنیوي لپاره او له دې لپاره چې د نړیوالې ټولنې تر نیوکو لاندې رانشي ددې کسانو جرمونه درانه ښودلې او د بهرنیو چارو وزارت په وسیله یې له لبنان څخه غوښتي ترڅو دا کسان دوی ته وسپاري.

له دې سره په دې پاڼه کې د ورکړل شوي ریپوټ له مخې، په تیر یوه کال کې د بیلا بیلو دلایلو له امله له سعودي عربستان څخه نورو هیوادونو ته د کډوالۍ شمیره درویشت سلنه لوړه شوې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل