تر 70 کلونو به د سعودي عربستان د نفتو زیرمې پای ته ورسیږي

تر ۷۰ کلونو به د سعودي عربستان د نفتو زیرمې پای ته ورسیږي

په نړۍ کی د نفت تر ټولو ستر صادروونکۍ هیواد، سعودي عربستان، عقیده لري چی د هغوی نفتي زیرمې د ۲۶۶،۵ میلیاردو بیرلو په حجم د ۷۰ راتلونکو کلونو لپاره کفایت کوي. د عربستان شاهي دولت نیت لري په نژدې راتلونکې کی قیمتي پاڼې د ۵، ۱۰ او ۳۰ کلونو د بیرته رانیولو په معیاد لږ تر لږه د لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت وپلوري. د نفتي زیرمو یادونه له دې سره تړلې چی د نفتو پلورل د هیواد د صادراتو د عوایدو په سلو کی ۷۵ تشکیلوي. سربیره پر دې، د نفتو دولتي کمپنۍ Saudi Aramco په پام کی لري تر ۲۰۱۸ کاله پر پانګه اچوونکو سهمونه وپلوري، خو تر اوسه په دې هکله فکر کوي چی هغوی چیرې پلورلو ته وړاندې کړي.

Author

خروج از نسخه موبایل