روسيه او ترکيه له حلبه د دولت وسله والو مخالفينو د ايستولو په هکله يو نظر لري

روسيه او ترکيه له حلبه د دولت وسله والو مخالفينو د ايستولو په هکله يو نظر لري د روسيي ولسمشر له دې سره ويلي دوی سوريې ته د مرستو رسولو په برخه کي د همکارۍ لپاره د امريکا ملاتړ په تر لاسه کولو کي پاتي راغلي دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر بوتین، چې د استانبول انرژۍ په نړیواله ناسته کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی وو، ددې ناستې په څنډه کې یې له خپل ترکي سیال سره لیدلی او ویلي یې دي چې دوی د سوریې له حلب ښاره له ترکیې سره ورته نظر لري.

بله خوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې او روسیې ترمنځ د غازو د نل لیکې له رامنځ ته کولو خبر ورکړی ویلي یې دي چې دا نل لیکه به د سمندر له تله تیریږي او کولای شي په کال کې درې شپیته میلیارده متر مکعبه غاز ولیږدوي.

له دې وروسته اردوغان د دواړو تر منځ دوه اړخیزو خبرو ته نغوته وکړه وویل: په دې خبرو کې د منځني ختیځ په ځانګړې توګه د سوریې په هکله خبرې شوي دي   او دا هڅه مو کړې ترڅو د سوریې په هکله یو ګډ نظر رامنخ ته کړو.

اردوغان په سوریه کې د روسیې او ترکیې ترمنځ د شونې همکاری په هکله ویلي: مونږ د حلب ښار په هکله خبرې کړي دي او ددې خبرو د پرمختګ لپاره به د بهرنیو او دفاع وزارتونه اړیکې ولري.

Author

خروج از نسخه موبایل