د ناپيژندونکې توپان اټکل

د امريکا متحده ايالاتو ستور پوه جیمز شرلی ادعا کوي چې په راتلونکو څو مياشتو کې په مريخ کې د نړيوالي دوړو ، توپان دوره پيل کيږي. د سپوتنيک د خبر له مخې دامطلب د ناسا په بريښنا پاڼه کې خپور شوی دي. د ساينس پوه وړاندوينه داوږدې مودې د څارنې پائيلي دي چې په مريځ کې ئي بادونه مطالعه کړي چې څنګه دغه بادونه په مريخ کې رامنځته کيږي. دوړې او توپانونه په پرله پسي توګه په مريځ کې واقع کيږي. خو کله چې مريخ لمر ته نږدي وي دغه ځائي توپانونه ننويستل يا ادغام کيږي او دمريخ ټولې سيمي نيسي. په ځينو حالتونو کې د دوړو وريځي پورته کيږي او اتمسفيرته خوشي کيږي چې په پائيله کې ټوله سياره پوښي. په ورستي ځل د مريخ د دوړو توپان په ۲۰۰۷ کال کې رامنځته شو. چې په پائيله کې د د لمريزو تختو کار ئي ځنډنی کړ. داډول توپانونه په جدي توګه د مريخ په اړه د څيړنې کار ځنډوي. او د مریخ د سطحي ماموریت کار له خطر سره مخامخ کوي. ستورپوهان هڅه کوي چې د وړاندوینې میتودونو ته وده ورکړي. شرلي د نړۍ د دوړو ،توپانونو او د مريخ د مداري خوزښت ترمنخ اړيکې وموندل.او جوته شوه چې نورې سياري د مريخ د مدار په دوراني خوزښت اغيز کوي. د مريخ د فضا کتنه به په څو راتلونکو مياشتو کې د څيړنو سره مرسته وکړي چې ايا وړاندوينه سمه وه کنه؟

Author

خروج از نسخه موبایل