په یمن کې د آل سعود له وژنو سره د وبا پراختیا

په یمن کې د آل سعود له وژنو سره د وبا پراختیا

د روغتیا نړیوال سازمان د یمن روغتیایي سرچنو له خولې ویلي، یواځې د صنعا په یوه سیمه کې د وبا ناروغۍ اته پیښې لیدل شوې چې ډيری ماشومان پرې اخته دي او په دې سیمو کې د اوبو کمښت ددې جګړه ځپلي هیواد ډیری اوسیدونکي له ستونزو او ګواښونو سره مخ کړي دي.

په ورته حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ویلي: په یمن کې وبا د ککړو اوبو له لارې انسانانو ته لیږدول کیږي او هغه کسان چې په اسهال اخته دي کیدای شي په پنځه لس سلنه کې یې دا وژونکې ناروغي شتون ولري.

په یمن کې د یونسف استازي “جولین هارنیس” د یوې وینا په خپرولو سره ویلي: په دې هیواد کې د ناروغی خوریدو د میلیونونو ماشومانو در دونه ډیر کړي او که چیرې په بیړې سره یې مخنیوی ونشي نو یمنیان په خانګړې توګه ددوی ماشومان به له لوی ګواښ سره مخ شي او په یمن کې د روغتیایي حالت د جګړې په دوام سره له ستونزو سره د مخ کیدو په حال کې دی.

د یونسف د ریپوټ له مخې، اوس مهال درې میلیونه یمني ماشومان د خوړو مرستو ته اړتیا لري او یو میلیونه پنځه سوه زره ماشومان له خوار ځواکۍ ځوریږي او درې سوه اویا زره ماشومان اوس مهال په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د ملګرو ملتونو له لوري د خپرو شویو مالوماتو له مخې له کله چې په یمن کې جګړه او پر دې هیواد د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف بریدونه پیل شوي، له لس زره ډير کسان وژل شوي او په لسګونه زره نور ټپيان دي.

Author

خروج از نسخه موبایل