دکندز ځینې سیمې له وسله والو پاکې شوې

دکندز ځینې سیمې له وسله والو پاکې شوې

د کندوز ښار د شمالي څنډې ځېنې اوسېدونکي وايي، چې طالبانو ددې ښار یو شمېر سیمې پرېښې دي.

هغوی زیاتوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې دلته طالبان موجود و، خو نن یې پرته له جګړې دا سیمې پرې او وضعیت بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش وايي، چې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې طالبان له ښاره ویستل شوي او خلک په ښار کې اوس د تګ راتګ په حال کې دي.

    نوموړي زیاته کړه: ” د خان اباد بندر په لاره لاړو، دوره خوا ته هم لاړو د کابل بندر ته لاړو، د شرکت جادې ته هم د ازادۍ سرک او د امام صاحب بند مو هم ولید ځینې دوکانونه خلاص دي او خلک په ګڼه ګوڼه لیدل کيږي. “

خو په همدې حال کې د ولایتي شورا غړی امر الدین ولي وویل، چې نن طالبانو د خلکو سره په ناستو کې ویلي، چې د کندوز له ښاره به ووځي، خو تر اوسه پورې په وضعیت کې بدلون نه دی راغلی.

د ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازو د یک شنبې په ورځ له غرمې وروسته په کابل کې خبري ناسته کې حکومت ته ۷۲ ساعته وخت وټاکه، چې که تر ټاکلي وخت د کندوز په وضعیت کې بدلون را نه شي، نو دوی به د پلازمینې سرکونو ته را ووځي او غبرګون به وښايي.

له بل لوري بیا د هلمند ولایت څخه را رسيدلي راپورونه وايي، چې د لښکرګاه ښاردویمه او درېیمه امنیتي حوزه کې سختې جګړه روانه ده.

له هغه وروسته، چې طالبانو د دې ولایت خانشین، ناوه، نادعلي، مارجه او د هلمند ځینې شمالي سیمې لاندې کړي، نو د هلمند مرکز لښکرګاه ښار دروازې ته جګړه راورسیده.

ویل شوي، په دې جګړه کې له دواړو لورو لسګونه کسان وژل او ټپیان شوي دي.

 لښکرګاه د دویمې امنیتي حوزې امر حاجي ګران حبیب سلام وطندار ته وویل، چې له تیرې شپې راهیسې طالبانو ۳ ځلې ددې حوزې پرامنیتي پوستو بریدونه کړي، چې پر شا تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله وراووښتې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل