په سعودی عربستان کې د ماشومانو اعدامولو پروړاندی ملګرو ملتونو اندیښنه

په سعودی عربستان کې د ماشومانو اعدامولو پروړاندی ملګرو ملتونو اندیښنه

په سعودی عربستان کې د ملګروملتونو ماشومانو څیړنیزی کومیټی په دي هیواد کې تر ۱۸ کلني کم عمره ماشومانو چی پر اعدام ، نیوکه کړي او سعودی عربستان دولت څخه یی غوښتی ترڅو هغو ماشومانو باندی چی د اعدام ، لاس پری کول، صحرایی تیږو وشتل سزا ورکول له منزه یوسی او ژر ترژره پوری دغه قوانین لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو ماشومانو په څیړنیز ریپوټ کې راغلي ، سعودی عربستان د ماشومانو یا تنکې ځوانانو لپاره هغه سزا ورکوي چي د ډیر عمره کسانو لپاره په پام کې نیول شوي ده؛ ځاني سزا څخه نیولي تر اعدامه پوري پر دوی پلی کوي.

همدا راز ملګرو ملتونو څیړونکو د سعودی عربستان هغه ګام چی د نجونو پر ډیري آزادیو بندیز او په اجباری یا زور زیاتی سره ۹ کاله عمرونو پوری نجونی په نکاح ورکولو باندی هم سخته نیوکه کړي.

دوی تینګار کوي چي سعودی عربستان هغه قانون چی د ډیر عمره کسانو لپاره غوره کړي تر ۱۵ کاله کم عمره تنکیو ځوانانو باندی هم پلی کوي او یو شان سزا ورکوي.

دغه کمیته چی له ۱۸ څیړونکو څخه جوړه ده وایی له تیرو دوو میاشتو رادیخواه هغه ۴۷ تنه چی د محکمی له لوری پر دوی باندی اعدام صادر شوی له دی ډلی څخه د څلور تنو عمرونه تر ، ۱۸ کاله څخه کم دي.

دي کمیټی له سعودی عربستان دولت څخه غوښتی ترڅو د ماشومانو او تنکیو ځوانانو پر اعدام باندي بندیز ولګوي.

دغو څیړونکو په دي برخه کې «علی محمد باقر النمر» «عبدالله  حسن الظاهر» او «سلمان بن امین بن سلمان القریش» ته نغوته کړي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *