په بنګله دیش هیواد کې د اسلام پاله رهبرانو اعدامولو پر وړاندی دي هیواد ته دسعودی عربستان مفتی خبر داري.

مفتي عام السعودية الشيخ عبدالعزيز آل الشيخ

په بنګله دیش هیواد کې د اسلام پاله رهبرانو اعدامولو پر وړاندی دي هیواد ته دسعودی عربستان مفتی خبر داري.

دسعودی عربستان الریاض خبري آژانس ریپوټ له مخي په داسی حال کې چی بنګله دیش د اسلامی فعالانو بندخوني او اعدام حکمونو ته مخه کړي او هغه څه چی جنګي جنایت بلل کیږ ډیری د «اسلامی جماعت» ډلی پلویان تر څار لاند نیول شوي ، نو له دي امله د سعودی عربستان مفتی بنګله دیش هیواد ته خبر داری ورکړي چی ګویا دغه هیواد دمذهبی او قومی شخرو ګرداب خواته روان دي.

ښاغلی مفتی په خپل کور ریاض کې د سویلي آسیا هیوادونو دینی علومو طلاب سره د لیدلوپرمهال هغه ځواب ته چی د استفتاي یوشمیر بنګله دیشی طلابو په اړه او بنګله دیشی اسلامی جماعتیانو اعدامولو په اړه شوی وو وويل: که چیري مسیحی او یا هم کوم یهودي هیواد کې داشان پیښی تکرار او ترڅار آزارلاندی ونیول شي باک نلري خو زمونږ اصلی ستونزه داده چی دغه پیښی په داسی هیوادونو کې رامنځ ته کیږی چی دامهال پکې میلیونونه مسلمانان ژوند کوي او دوي ته یی ځای ورکړي دي.نوموړي ویلی زه بنګله دیشی چارواکوته خبر داري ورکوم چی د الله تعالی له قهر او غضب څخه وډارشي ځکه الله تعالی فرمایلی؛ ومن یقتل مومنا متعمدا فجزاؤ جهنم  خالدا فیها:.

حضرت مفتی په بنګله دیش کې لا زیاتو اعدامونو ته په نغوتي سره زیاته کړه؛ اسلام پاله هیوادونو او دینی عالمانو تر دي مهاله پوری د دي کافر او سکولار هیواد پر وړاندي چی دبتانو، هندوانو، غوا مذهبو وژني په تور له تیرو ۴ لسیزو رادیخواه یی  اعداموي کوم ځانګړي غبرګون ندي ښکاره کړي او دوي ته یی تر خپلی وسی پوري صبر او حوصله ښکاره کړي ده خو که چیري دغه هیواد خپلی دغی جنګی او و ځناوري تګ لاري ته دوام ورکړي نو دینی عالمان هم اړ کیږي ترڅو د دوي دغه عمل پر وړاندي جهاد فتوا ورکړي ځکه چی الله (ج) فرمایلي دی: وسیعلم الذین ظلموا ای منقلب ینقلبون.

ښکاره خبره ده چی بنګله دیش د نړیوالی محکمی په جوړولو سره تردي مهاله جنګی جنایت په تور ډیری اسلامی جماعت مشران لکه ؛ ملاعبدالقادر ، علی احسن محمد مجاهد، مطیع الرحمن نظامی، و میر علی قاسم یی اعدام کړي دي. او دا په داسی حال کې ده چی د دي ډلی ډیری نور مشران په محاکموکې د اعدام حکم پلی کیدو ته په تمه دي . خو بلخواه بیا د بنګله دیش دولت خلاف ډلی وایی چی دغه کړني د دی هیواد لومړي وزیر اسلامی فعالانو څخه د غچ اخیستنه بولی.

http://www.alryiadh.com/1537615/

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *