جلال کې د پوليسو په موټر چاودنه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي
جلال کې د پوليسو په موټر چاودنه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي
د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په جلال اباد ښار کې د پولیسو په موټر چاودنه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند وویل، چې نن غرمه شاوخوا ۱۲ نیمې بجې د جلال اباد ښار د کابل ته د موټرو د تم ځای په سيمه کې، د دویمې امنیتي حوزې د پولیسو په رېنجر موټر د نښلول شوي ماین د چاودنې له کبله درې پولیس او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
خوګیاڼی وایي، چې په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه ددې برید مسولیت د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې نه دی منلی.