کندهار کې چارواکو پر پاکستاني ټرکونو ۵۰۰۰ افغانۍ مالیه ولګوله

کندهار کې چارواکو پر پاکستاني ټرکونو ۵۰۰۰ افغانۍ مالیه ولګوله

د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مرستیال مشر وايي، په کندهار ولایت کې افغان چارواکو پر پاکستاني ټرکونو د کارګو ټېکس په ډول پنځه زره افغانۍ مالیه لګولې ده.

جمال الدین اڅکزي بي بي سي ته وویل، دا مالیه د افغانستان مرکزي حکومت نه بلکې په کندهار کې ځايي چارواکو لګولې ده.

د هغه په خبره، دا مالیه د بلوچستان له چمن سره تړلي سپین بولدک کې له پاکستانیو موټرو اخیستل کیږي.

جمال الدین اڅکزی دا هم وايي، چې له افغان لاریو دوه زره افغانۍ اخیستل کیږي، خو د دې اپوټه له هر پاکستاني ټرک پنځه زره افغانۍ وصول کیږي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډه خونه دا مالیه له پاکستاني سوداګرو سره توپیري چلند بولي.

د هغه په اند دا کار له پاکستاني سوداګرو سره زیاتی او توپیري چلند دی.

خو ښاغلی اڅکزی د افغان چارواکو له خولې وايي: ” له افغان لاریو نورې ډېرې مالیې هم په افغانستان کې ټولیږي، نو ځکه یې کارګو مالیه کمه ده.”

د افغاننستان او پاکستان سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مرستیال مشر زیاتوي، پاکستاني ټرکونه د پاکستانیو سوداګرو مال نه یواځې افغانستان بلکې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم لېږدوي.

* له کندهاره ۳۶۲ ناقانونه پاکستاني کارګر وشړل شول

د جمال الدین اڅکزي په باور، پاکستاني سوداګر نورې ډېرې ستونزې هم لري، چې په اسلام اباد او کابل کې به د ګډې خونې په راتلونکو ناستو کې راپوته شي.

نوموړی وايي، افغان چارواکو د دې ستونزو د اوراولو ډاډ ور کړی، خو لا یې هم ګام نه دی پورته کړی، ځکه پاکستاني سوداګر له ستونزو سره مخ دي.

له پاکستاني ټرکونو ۵۰۰۰ افغانۍ مالیه په سپین بولدک کې اخیستل کيږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *