په یمن کې د عربي ایتلاف په هوايي بريدونو کې د قربانيانو شمیر 213 تنو ته رسيدلی

په یمن کې د عربي ایتلاف په هوايي بريدونو کې د قربانيانو شمیر ۲۱۳ تنو ته رسيدلی

 د يمن په پلازمېني صنعا کې د جنازې پر مراسمو د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ائتلاف په بمبارۍ کې د قربانيانو شمير ۲۱۳ تنو ته رسيدلی دي. دامطلب د «ال ميادين» تلويزيون د روغتيا سرچېني له قوله ورکړی دي. مخکې راپور ورکړشوی وو، چې ۱۰۴ تنه وژل شوي او ۵۳۴ تنه نور کسان ټپيان شوي دي. عربي ائيتلاف، چې حوثيان ئي په هوائي بريد کې ښکيل بولي او تورنوي، وائي چې دوی دغه هوائي حمله نه ده کړي. د يمن پلازمېنه صنعا د حوثی ياغيانو تر ولکې لاندې ده له ۲۰۱۵ کال راهيسي د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ايتلاف د حوثيانو پر موضعګانو بمبارۍ کوي. ايتلافي ځواکونه د حکومت څخه ملاتړ کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل