د کندز په هوایي برید کې دوه سرتیري وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي په تیرو شپږ ورځو کې د کندز په جګړو کې دولس افغان سرتیري وژل شوي دي.

تیره شپه ناوخته د کندز د ښار شمال لور ته د بالاحصار شاو خوا سیمو کې افغان هوايي ځواکونو د بمبار له امله دوه افغان سرتیري په سهوه کې وژل شوي دي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي امریکاغږ ته وویل چې تیره شپه د افغان ځواکونو په هوايي بمبار کې دوه تنه افغان سرتیري وژل شوي دي، هغه زیاته کړه چې هوايي قواو په غلطۍ سره د خپلو سرتیرو په سیمه باندې راکټونه ویشتلي.

د افغان کمانډو یو تن سرتیري چې له نوم اخیستو یې ډډه کوله وویل چې د بالاحصار په سیمه کې دوه افغان سرتیري په هوايي بمبار کې وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

دغه کمانډو قوماندان د هغې نظامي قطعې له قوماندان سره په ټلیفون خبرې کولې چې عسکر یې بیګاه شپه د هوايي بمبارد په ترڅ کې وژل شوي دي.

افغان امنیتي مسولین د مخالفو وسله وال طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد هغه ادعا ردوي چې ګوندې د قاطع ملاتړ قواو په هوايي برید کې افغان سرتیري وژلي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي چې امریکايي هوايي قواو د پر افغان سرتیرو بمبار کړی او ۹ تنه افغان سرتیري یې وژلي دي، خو افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو د ویاند ادعا ردوي او وايي چې د دوی دوه تنه سرتیري وژل شوي دی.

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د دې پیښې په هکله خبر نه دي خو زیاتوي چې د پیښې د معلولو لپاره یې پلټنې پیل کړي دي چې په ترڅ کې به یې څرګنده شي چې دا پیښه څنګه رامخې ته شوې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل