له جبهة النصره سره معامله د حلب د ژغورنې په موخه شونې ده

له جبهة النصره سره معامله د حلب د ژغورنې په موخه شونې ده

روسیه د حلب ښار د ژغورنې په موخه له دغه ښار نه د «جبهة النصره» د ډلې د جګړه مارانو د اېستلو په تړاو د ملګروملتونوټولنې د سرمنشي د ځانګړي استازي سټېفن دې میستورا له وړاندیز څخه ملاتړ کولو ته چمتو ده. د ریانووستي د خبر له مخې دغه خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف وکړه. سېرګې لاوروف اعلان وکړ: «د ملګرو ملتونوټولنې د احصایو له مخې هلته ۶-۸ زره جګړه ماران راغونډ شوي، چې له هغوی نه د بېلابېلو ارزونو له مخې تر نیمایي پورې د «جبهة النصره» د ډلې جګړه ماران دي. دغه خبره په خپله دې میستورا ان د ملګروملتونوټولنې په امنیت شورا کې کوله. ما یوازې د «النصره» په تړاو د ده اعلامیه واورېده. موږ ته د منلو ده، چې که چېرې «النصره» له خپلو وسلو سره د اِدلیب په لوري، چې اساسي ځواکونه یې هملته دي، ووزي. د حلب د ژغورلو په خاطر موږ د دغه وړاندیز منلو ته چمتو یو او د سوریې له حکومته به هم وغواړو، چې دغه وړاندیز ومني». د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د نورو جګړه مارانو په تړاو هم وویل، چې هغوی ته به هم له ښاره له وسلو سره د وتلو لاره ورکړي، خو که چېرې هغوی د دغه کار کول وغواړي.

Author

خروج از نسخه موبایل