وسله والو طالبانو د بهرنینو اتباعو په

په فراه کې د طالبانو مشري بهرنیان کوي

وسله والو طالبانو د بهرنینو اتباعو په مرستې د فراه ولایت مختلفې برخې محاصره کړیدي او کوښښ کوي چې په ښار برید وکړي. د فراه د ولایتي شورا رئیس وایي که حکومت جدي پام ونکړي او کمکي عسکر ور ونه لیږي، احتمال شته چې دغه ولایت به طالبانو ته په لاس ورشي.

د فراه ولایتي شورا وایي چې زیات شمیر وسله وال طالبان د فراه ښار په شاوخوا کلیو کې راټول شویدي چې د خلکو لپاره یې غټې اندیښنې پیدا کړیدي. د دې شورا رئیس فرید بختور وایي چې د روکین، نوبهار او ګینکان په شمول څو کلي د طالبانو په لاس کې دي چې د فراه ښار نه یوازې اوه یا شپږ کیلو متره لیرې پراته دي.

ښاغلي بختور وویل چې طالبانو د ښار او ولسوالیو تر منځ ځینې لارې هم تړلي دي او هره شیبه د دې خطر شته دی چې په مرکز به برید وکړي.

“دښمن د ښار څلورو خوا ته راټول شوی او ګرځې راګرځي. وضعیت د پخوا په شان دی. د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک او نورو کلیو کې جګړې هم شویدي. بیګا شپه هم طالبانو د دولسو نه درې نیمو بجو پورې د ملي اردو په یوې پوستې شدیده حمله کړې وه چې دښمن ته پکې زیاته مرګ ژوبله رسیدلې او د ملي اردو ځیني غړي پکې وژل شوي یا ژوبل شویدي. “

ښاغلي بختور همدارنګه وویل چې د نیمروز، هلمند او ځینو نورو ولسوالیو نه سل ګونه وسله وال طالبان راټول شویدي چې مشري یې بهرنیان کوي. بختور امریکا غږ ته وویل چې دغه کسان پلان لري د فراه په ښار برید وکړي.

د ولایتي شورا رئیس خبرداری ورکړ که چیرته حکومت هر څومره ژر چې امکان ولري، دغه ولایت ته اضافي ځواکونه ونه لیږي، احتمال لري چې فراه به هم د کندز د ښار په شان سقوط وکړي او د طالبانو لاس ته به ورشي.

” دوي د فراه د بیلا بیلو ولسوالیو خلک دي . د هلمند او نیمروز ولایتونو نه هم ور سره ځیني کسان یو ځای شویدي او په منځ کې یې بهرني اتباع هم لیدل کیږي. که حکومت پدې برخې کې جدي پام ونکړي، عواقب به یې خراب وي. “

د دغو چارواکو په وینا چې پدغو جګړو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پنځه غړي وژل شوي او شپږ نور یې ژوبل شویدي.

Author

خروج از نسخه موبایل