روان کال ستونزمن خو د افغان امنيتي ځواکونو لپاره له لاسته راونو ډک بولي

د تندر ۲۰۳ قول اردو مسولين، روان کال ستونزمن خو د افغان امنيتي ځواکونو لپاره له لاسته راونو ډک بولي

ددي قول اردو قومندان ويلي په روان کال کي د وسله والو طالبانو يو پلان د غزني ولايت نيول وو خو حتی دوی د يوي ولسوالي په نيولو هم بريالي نشول

د غزنی اسلامی ثقافت مرکزی وات د افغان امنیتي ځواکونو په نامه ونومول شو. د غزني والي ویلي دا واټ د افغان ځواکونو د ډیرو هڅو له مخې په دې نامه نومول شوی دی. په ورته حال کې د تندر دوه سوه دریم قول اردو قومندان او د پولیسو د درې سوه درې سپین غر حوزی مشر چې په دې مراسموکې ګډون درلود، روان کال یې د غزني ولایت لپاره له ستونزو خو د افغان سرتیرو لپاره له لاسته راوڼو ډک وښود.

د تندر دوه سوه سوه دریم قول اردو قومندان جنرال محمد شریف یفتلي ویلي، په روان کال کې د غزني ولایت سقوط د وسله والو طالبانو پلان وو خو دوی نه یواځې دې موخې ته ورسیدل بلکې د یوې ولسوالۍ په نیولو کې هم پاتې راغلل.

د پولیسو د سپین غر درې سوه درېمې حوزې قومندان پاسوال اسدالله شیرزاد هم ویلي: په دې ولایت کې بریا د امنیتي ځواکونو ترمنځ د یوالي او همغږۍ له مخې رامنځ ته شوې. ده ویلي ددې ولایت په ټولو برخو کې د وسله والو مخالفینو بریدونه په شا تمبول شوي دي.

تیر کال هم وسله والو طالبانو ددې ولایت د نیولو لپاره پراخ پلان نیولی وو خوپه غزني کې د امنیتي سرتیرو له مقاومت او د ډیرو تلفاتو په ګاللو سره شاتګ ته اړ شول.

 

Author

خروج از نسخه موبایل