د سویل ختیځې او مرکزي آسیا هیوادونو لپاره د امریکا اوږد مهاله برنامه

د سویل ختیځې او مرکزي آسیا هیوادونو لپاره د امریکا اوږد مهاله برنامه

له څه مودې راهیسې د امریکا متحده ایالتونو د سویل ختیځې او مرکزي آسیا هیوادونو لپاره جدي او اوږد مهاله پلان رامنځ ته کړی دی چې له یوه کال راهیسې یې پلي کول پیل کړي دي. په دې پلان کې چې موخه یې په دې سیمه کې د روسیې او چین د واک کمول ده، ده هر دې هیواد لپآره یې پراخ پلان رامنځ ته کړی دی.

د مثال په توګه د تاجکستان د جمهوریت لپاره د امریکا پلان په لاندې ډول دی.

–  نفوذ او د تاجکستان له بهرنیو چارو وزارت او امنیتي برخې سره د اړیکو ټینګول.

–  په دوشنبې کې په سفارت کې د امریکا د دوه سوه پنځوسو مشاورینو ځای پر ځای کول

–  د پوښښ تر نامه لاندې د قره باق په پوځي هډه کې په نا مالومه شمیره د پوځي مشاورینو ځایول

–  په دوشنبه کې د دفتر یا NGО  جوړول

–  پّ امریکا او اروپآ کې د تاجکستان د چارواکیو لپاره د لوړو زدکړو لپاره د زمینې مساعدول

د ویلو وړ ده چې د تاجکستان د استان بدخشان سیمه چې د تاجکستان په سویل ختیځ کې پرته ده د چین پر وړاندې د وسله والو ډلو لپاره ښه سیمه شمیرل کیږي او همدارنګه له مسکو سره د اړیکو په برخه کې له دې سیمې ښه کار اخستل کیږي.

د امامعلی رحمان حکومت هم د امریکا د دولت له ملاتړه برخمن دی او امریکا غواړي ترڅو له تاجکستان څځه د منځنۍ آسیا او وروسته بیا روسیې ته د ترهګرو د استولو لپاره کار واخلي. ویل شوي چې د امریکا دولت د امام علي رحمان ته د تاجکستان د امنیت او د نهضت اسلامي د ډلې له منځه وړلو ژمنه ککړې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل