ځینې خلک پر حکمتیار لا هم بې باوره دي

ځینې خلک پر حکمتیار لا هم بې باوره دي

واشنګټن پوسټ:

امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د انجنیر ګلبدین حکمتیار او افغان دولت ترمنځ د سولې پر هوکړه په یوه لیکنه کې ویلي، ځینې خلک پر ښاغلي حکمتیار بې باوره دي.

ورځپاڼې د هوکړې د لاسلیکېدو مراسم د دې لپاره عجیب بللي چې د ښاغلي حکمتیار وینا او د هوکړې لاسلیک له یوه نامعلوم ځایه پر ویډیو، یوه لوی تالار ته ښودل کېدل.

واشنګټن پوسټ لیکي، د ولسمشر اشرف غني څنګ ته هغه جهادي شخصیتونه ولاړ وو چې له ګلبدین حکمتیار سره یې یو ځای د شوروي پروړاندې جهاد کړی و او بیا وروسته یې په خپلو منځو کې سره جګړې وکړې.

ورځپانه اشاره کوي چې په دوی کې ځیني ناکراره مالومېدل، نورو به بیا د الله اکبر نارې وهلې او ښاغلی حکمتیار به یې ستایه.

ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې ښاغلي حکمتیار څه ونه ویل چې ایا دی بېرته هېواد ته راستنېږي که نه، خو راڅرګندېدلو یې هغو اوازو ته ځواب ورکړ چې له هوکړه لیک سره د ده پر موافقت یې شک ښوده.

واشنګټن پوسټ لیکي د بروکسل له کنفرانس وړاندې چې ولسمشر غني به د سې شنبې په ورځ پکې ګډون وکړي، د مرستندویه هېوادونو ترمنځ ولسمشر غني ته د سولې راوستونکي کس اعتبار وربښي.

واشنګټن پوسټ له هغو یو شمېر کسانو سره مرکې کړې چې کابل کې د مجاهدینو خپل منځي جګړو کې یې د سر او مال تاوانونه ګاللي. دغو کسانو ورځپاڼې ته ویلي، دوی د حکمتیار په خبرو باور نه لري، ځکه چې د دوی په وینا همدغو جهادي مشرانو پر قران قسم وکړ، خو بیا یې هم په خپل منځ کې جګړې بیا پیل کړې.

بل خوا ورځپاڼې د ښاغلي حکمتیار د پلویانو له خوا ډاډګیرنې ته هم اشاره کړې چې د دوی په وینا نور به خپل منځي جګړې نه کېږي او مجاهدین له وخت سره بدل شوي.

انډین ایکسپرېس:

د هند چاپ انډین ایکسپرېس ورځپاڼې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت پر بقا لیکنه کړې چې د موافقې د مودې له پای ته رسېدو سره سره پر ځای پاتې کېږي.

رځپاڼه د ولسمشر او اجرایه رییس ترمنځ هغې موافقې ته اشاره کوي چې پکې د ټاکنیز نظام اصلاحات، د برېښنايي تذکرو وېش، پارلماني ټاکنې او د اجراییه رییس د پوست په هکله د لویې جرګې پرېکړه له لومړیتوبونو بلل شوي وو، خو یو یې هم تراوسه نه دی ترسره شوی.

انډین ایکسپرېس لیکي سره له دې ټولو، سږ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري کابل ته په خپل سفر کې د ملي وحدت د حکومت دوره جاري اعلان کړه.

د ورځپاڼې په شننه د ژمنو د نه ترسره کېدو یو لامل دا و چې دواړو مشرانو د یوه بل پرېکړې له پامه غورځولې او د وزیرانو په ګډون د نورو مقرریو پر سر یې سره جنجالونه درلودل. انډین ایکسپرېس د هغو کارپوهانو اندېښنه خپره کړې چې که داسې دوام وکړي، حکومت به ونه توانېږي د فساد پر وړاندې مبارزه او اقتصادي پرمختیايي چارې پرمخ بوځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *