ګلبدین حکمتیار د سولې تړون امضا کړ

ګلبدین حکمتیار د سولې تړون امضا کړ

افغان حکومت له طالبانو هم وغوښتل چې د حزب اسلامي پر پل قدم کېږدي او د سولې په بهیر کې ور ګډ شي.

د حزب اسلامي د سولې مهم مرکچي امین کریم   وویل چې د هغوی مشر، انجینر ګلبدین حکمتیار، د سولې سند امضا کړی دی.

ښاغلي کریم وویل چې د هغه د امضا کېدو د شېبې ویډیو افغان مشرانو ته وښودل شي او د پنجشنبې په ورځ به ولسمشر غني هم دا سند ” امضا کړي او انفاذ کړي”.

نوموړي وویل د ښاغلي حکمتیار د امضا کيدو ويډیو او خبرې به په سلام خانه کې افغان مشرانو ته هم وښودل شي، خو کابل ته یې د هغه د راتګ په اړه وویل ” همدا چې ستونزې حل او تعزیرات لېرې کړل شي، هغه به راشي.”

نوموړي ونه ویل چې ښاغلي حکمتیار د سولې دغه تړون چېرته او کله لاسلیک کړی دی. خو د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې سند تېره اونۍ لاسلیک شو.

افغان حکومت له طالبانو هم وغوښتل چې د حزب اسلامي پر پل قدم کېږدي او د سولې په بهیر کې ور ګډ شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *