امریکایي پایګاه: وهابیت به آل سعود ته زیان ورسوي!

امریکایي پایګاه: وهابیت به آل سعود ته زیان ورسوي!

یوه امریکایي مرکز په دې هکله چې څه ډول به سعودي عربستان د وهابیت له امله ماته خوري.

د « ویترانس تودې» وبسایت لیکلي: سعودي عربستان اوس مهال د خپلو کورنیو ډیریو ګواښونو سره مخ دي، خو په ترڅ کې سعودي عربستان له بنسټپالی له زدکړو او د له ترهګرو ډلود ملاتړ تاوان به ورکړي.

دې وبسایټ له دې سره ویلي چې د روانې اونۍ په لړ کې، د سعودي عربستان ځواکونو اولس کسان نیوليدي. دا کسان د دیرو ډلو اړوند وو چې د سعودي عربستان ملي امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د عربستان دولت اعلان کړی چې دا تورن کسان پّ سعودي عربستان د ملي امنیت د ګډ وډولو لپاره په څلوروپړاونو کې لوی عملیات تر سره کول. له دې سره سعودي عربستان دترهګری پر ضد سلګونه نور کسان هم نیولي دي. په دوی کې دسعودي عربستان چارواکیو ټینګار کړی چې په دې هیواد کې د داعش پټو برخو څو ځله په بریدونو کې لاس پورې کړی چې له امله یې یو شمیر امنیتي سرتیري پّ ډزو سره وژل شوياو د شیعیه ګانو پر جوماتونو یې بریدونه تر سره کړي دي.

د امریکا د مرکزي اطلاعاتو ریس “جان برنان”، ویلي: ترهګریزې او بنسټپالې (تکفیري) ډلې نه یواځې د امریکا او اروپا لپاره بلکې پ خپله د سعودي عربستان له پاره ګواښ شمیرل کیدای شي.

ویترانس توډي ټينګار کړی: « د وهابي کفیر چې په سعودي عربستان کې حاکم دی د هر بل هیواد په پرتله پ خپله سعودي عربستان ګواښي. دا هیواد، د وهابیت د رامنځ ته کولو هیواد دی، په دې هیوادکې بنسټپاله رامنځ ته شوي. چې تفکر او تکفیر ترې الهام اخستی دی او پر عربستان حاکم شاهي نظام د خپل مشروعیت لپاره له دې برخو کار اخلي او پر دوی په ترکیې سره ځان د مکې او مدینې مالک بولي د هغه ځایونو چې د مسلمانانو تر ټولو مقدس ځایونهدي».

د ریپوټ له مخې، سعودي عربستان له داعش سره ډیره مالي مرسته کوي ترڅو له عربستانه بهر د پراختیا لپآره کار وکړي، خو دا مسله به د عربستان د تاوان ورکولو مخه ونه نیسي. دتیر جولای میاشتې په لړ کې د حج مراسمو له تر سره کیدو وروسته،په مکه اومدینه کې ځانمرګي بریدونو یو شمیر امنیتي سرتیري او خلک ووژل.

د ویترانس توډي د لیکنې له مخې، سعودي عربستان د جنګي او جهادي ډلو د رامڼځ ته کیدو لپاره ښه هیواد شمیرل کیږي چې دنړۍ بیلا بیلو هیوادونو ته هم وسله وال استوي. د سعودي عربستان ډيری بنستپالان په افغانستان او عراق کې له وسله والو ډلو سره یوځای شويدي  او یو شمیر یې بیرته سعودي عربستان ته را ګرځيدلي دي.

عربستان، دې کسانو ته ترکیې او له هغه ځایه سوریې ته دتګ لاره هواره کړې ده

http://www.elwatannews.com/news/details/1441160.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *