عبدالسلام: د یمن پر وړاندې په هوایي تحریم کې امریکا اصل عامل ده

عبدالسلام: د یمن پر وړاندې په هوایي تحریم کې امریکا اصل عامل ده

دانصارالله جنبش ویاند پر ملګرو ملتونو د نیوکې ترڅنګ، امریکا هغه هیواد ښودلی چې د بحرین پر هوایي فضا له اصلی لاملونو څخه شمیرل کیږي.

په یمن کې د انصارالله د ډلې ویاند محمد عبدالسلام له دې سره ویلي: ملګري ملتونه هیڅ هغه کار نکوي کوم چې د سعودي عربستان د چارواکیو په خوښه نه وي.

ده د ملګرو ملتونو هغه الوتکو ته د اجازه نه ورکولو ته اشاره کړې کوم چې ټاکل شوې وه د صنعا پلاوی یمن ته ور وګرځوي، وویل: ددې کار موخه داوه ترڅو مونږ په مقسط کې پاتې شو تر څو تر فشار لاندې راشو خو مونږ دا احساس درلود چې مونږ په خپل هیواد کې یو.

عبدالسلام وویل: د یمن مستعفي او تښتیدلی ولسمشر عبدربه منصور هادي په خپلو پریکړو کې هیڅ ډول مشروعیت نلري او عدن ته د مرکزي بانک لیږدول احمقانه پریکړه ده چې د یمن ولس د تسلیمیدو په موخه نیول شوې ده.

ده زیاته کړې: د یمن خلک به هیڅ کله دا ونه مني چې ددوی د پریکړې حق صلب او د عربستان په وواک کې ورکړل شي. ده ویلی د عربستان پر وړاندې د یمن پاځون ددوی طبعي حق دی.

نږدې له یوه نیم کال راهیسې د سعوودي عربستان په مشری ایتلاف د یمن پر هیواد هوایي بریدونه کړي ترڅو ددې هیواد تښتیدلی ولسمشر عبدروبه منصور هادي واک ته بیرته را وګرځوي.

ملګرو ملتونو په خپل وروستي ریپوټ کې ویلي: چې په یمن کې د جګړې او د سعودي عربستان له لوري د هوایي بریدونو له کبله لس زره کسان وژل شوي چې ډيری یې ملکي وګړي دي او درې میلیونه نور مهاجر شوي دي، همدارنګه دوه سوه زره کسان نور له یمنه بهر د اوسیدود ځای د تر لاسه کولو هڅې کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *