دمشق له کوم قيد او شرط پرته د پخلايني د خبرو بيا پيليدو غوښتونکی دی

دمشق له کوم قيد او شرط پرته د پخلايني د خبرو بيا پيليدو غوښتونکی دی په ملگرو ملتونو کي د سوريي سفير له دې سره ويلي دوی به اجازه ورنکړي چي سوريه هم د عراق او ليبيا په څير له حالاتو سره مخ شي

په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشار جعفري ویلي: دمشق له قید او شرط پرته دې ته چمتو دی ترڅو د سوریانو ترمنځ د پخلاینې خبرې پیل کړي، له دې پرته چې کوم بهرنی اړخ پکې دخالت ولري.

بشارجعفري – “زما هیواد دې ته چمتو دی تر څو د سوریانو ترمنځ د پخلاینې خبرې له کوم قید او شرط پرته پیل کړي دا پریکړه په خپله د سوریانو له لوري د سیاسي ستونزو د هواری لپاره شوې ده، له دې پرته چې په دې بهیر کې کوم بهرني اړخ ته د مداخلې اجازه ورکړل شي. سوریان به د نورو په پرتله په ښه توګه وکولای شي په خپل هیواد کې سوله او امنیت رامنځ ته کړي، سوریه په پوه یو بل عراق او لیبیا بدله نشي او مونږ ددې اجازه نه ورکوو.”

په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازي، د مرسته روسونکو پر کاروان د سوریې له لوري هوایي برید، چې امریکایې ادعا کړې وه رد کړ.

Author

خروج از نسخه موبایل