د ایران او سعودي عربستان اړیکې
دریاض المانیتور په غیر رسمي ډول د ایران پلازمینې تهران ته پیغام استولی ویلي یې دي د عربستان د مفتي څرګندونې د ایران په هکله ددې هیواد رسمي دریځ ندی.
حج په سیمه کې د دواړو هیوادونو د اختلاف وړ موضوع ده. ریاض او ایران له ډيرې مودې راهیسې په سوریه، یمن او بحرین کې په غیر مستقیم ډول سره په جګړه بوخت دي.
د سعودي عربستان او ایران کارپوهان د دواړو هیوادونو د دولتونو تګلارو لپاره خوش بینه ندي. ایرانیان په دې نظر دي، چې روان حالات به په سعودي عربستان کې د ګډ وډیو لامل او په لړ کې به یې دا هیواد ټوټه شي.
له دې سره چې په دې تیرو ورځو کې د دواړو خواوو ترمنځ ناندری ډيرې شوې، کیدای شي د دوواړو خواوو ترمنځ حالات له مودې مخکې رامنځ ته شي.
د اوریدل شویو پالیسیو له مخې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستونزو د کمښت او یو جوړجاړي لپاره خبرې شوي دي.