د افغانستان د کرکټ لوبډلې بنګله دیش ته سفر کړی

د افغانستان د کرکټ لوبډلې بنګله دیش ته سفر کړی

د افغانستان کرکټ بورډ د دغو سیالیو لپاره لوبډله هم اعلان کړه، چې ځیني نوي لوبغاړي، احسان جنت، کریم جنت، او نوین الحق هم په کې شامل دي.

احسان جنت، چې په ښی لاس بېټينګ کوي، د افغانستان د ۱۹ کلنو د لوبډلې کپټان و، کریم جنت هم ښي لاسی توپوهنکی دی خو نوین الحق بیا تیز بالر توپ اچونکی دی.

افغانستان په لومړي ځل له بنګلدېش سره د دریو ورځو سیالیو لړۍ- سیریز- کوي، چې لومړنۍ لوبه یې د یکشنبې ، دویمه یې د چهارشنبې او درېیمه لوبه یې د اکتوبر په لومړۍ ورځ د شنبې په ورځ ده.

افغانستان او بنګلدېش تر دې دمه دوه نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې کړي دي، چې یوه یې افغانستان او بله یې بنګلدېش ګټلې ده. افغانستان تر دې مخکې د کرکټ د نړیوالې شورا له یو بل بشپړ غړي زمبابوې سره د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو دوه سیریزونه کړي چې دواړه یې ګټلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *