د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کي 75 جوړو ډله ايز واده تر سره شو

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کي ۷۵ جوړو ډله ايز واده تر سره شو دا مراسمم د مزار شريف د حسنيه دارالعلوم له لوري تر سره شوي دي

د حسنيه دارالعلوم مسولینو ویلي، د ډله ایزو ودونو موخه په ودونو کې د ډير لګښت مخنیوی ده د هغه دودونو چې په دې وروستیو کې ملا ماتونکي شوي دي. ددې دارالعلوم څیړنیزې مرستیالي میرمن عظیمي د هر واده لګښت اویا زره افغانی ښودلی چې ددوی لخوا ورکړل شوی دی.

هغه ځوانانو چې په دې مراسمو کې خپل ودونه تر سره کړي دي له خیرینو غوښتي ترڅو د ډیرو لګښتونو د مخنیوي په موخه او په لږ لګښت سره د ودونو د تر سره کولو د دود په پیاوړي کولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ډله ایز واده په دې مراسمو کې یو شمیر ګډونوالو هم د هیواد په کچه د ودونو د لګښت په کمښت ټینګار کړی دی.

د میرمن عظیمي په وینا، دا دوهم ځل دی چې ددې بنسټ له لوري په ډله ایزه توګه د ودونو مراسم تر سره کیږي. تیر کال هم د همدي بنسټ له لوري د پنځه اویا جوړو ودونه تر سره شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *