د نیویارک چاودنه د یوه افغان له لوري شوې ده

امریکایي پولیس تر اوسه هم ډاډ من ندي چې دا نیول شوی افغان به ددې برید اصلي رامنځ ته کونکی وي.

د را رسیدلو ریپوټونو له مخې: پولیسو د دغه ښار د شنبې د ورځې د چاودنې مشکوک بریدګر نیولی او توقیف کړی دی.

راپورونه وايي چې احمد خان رحمي( رحیمي) د نیوجرسي د لیندن په ښار کې له پولیسو سره د ډزو له تبادلې وروسته نیول شوی دی.

ولسمشر اوباما د شنبې د ورځې چاودنه وغندله او ویې ویل چې خوشحاله دی په دغې چاودنې کې څوک وژل شوي نه دي. چاودنې ۲۹ کسان ژوبل کړل، خو اوس ټول له روغتون نه رخصت شوي دي.

پولیسو د نیول شوي کس په اړه ډېر معلومات ورکړي نه دي.

نیویارک ښار پولیسو د هغه سړي تصویر خپور کړی، چې شک کیږي د نیویارک په ښار کې د شنبې د ورځې په چاودنې کې به لاس ولري. په دغې چاودنې کې ۲۹ تنه ژوبل شول.

دغه ۲۸ کلن ځوان نوم احمد خان رحمي نومیږي او اوس یې پولیس لټون کوي. د امریکا د فدرال پولیس وايي دغه مشکوک کس د افغانستان دی.

پولیس چارواکو ټولو امریکایانو ته ویلي که هر چا دغه کس ولیده او یا یې د ځای ځایګي په اړه معلومات پېدا کړل، سم له واره دې پولیس پرې خبر کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *