د روسیې په پارلماني ټاکنو کې دیمتري مدویدوف په مشری ګوند ډيرې رایې لري

د روسیې په پارلماني ټاکنو کې دیمتري مدویدوف په مشری ګوند ډيرې رایې لري

تمه ده چې د روسیې د یکشنبې د ورځې په پارلماني انتخاباتو کې به ددې هیواد حاکم ګوند ډیرې رایې وګټي. دا انتخابات په ۱۱ زونونو کې کېږي او شاوخوا ۱۱۰ میلونه راجستر سوي رای ورکونکي برخه په کښي اخلي. وروستۍ سروېګانې ښيي چې د ولسمشر ویلادمیر پوتین ګوند به په پارلمان کې خپل قدرت وساتي. د چارو کارپوهان وايي چې دا انتخابات به د ولسمشر پوتین د ۲۰۱۸ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو دپاره د بیا دریدو ،،ریفوریندم،، هم وي. د روسیې سیاسي اپوزیسیون هیله لري چې د پارلمان د ۴۵۰ څوکیوو څخه حد اقل یو څو څوکۍ وګټي. خو سروې ګانې ښيي چې اوپوزیسیون ښايي یوه څوکۍ هم ونه ګټي. خو د رای ورکونې د پخواني سیستم د بیا فعاله کېدو وروسته داسې هیله پیدا سوې دي چې ښايي اوپوزیسسون یو شمیر څوکۍ وګټي. د پارلمان سم نیمايي غړي به د خلګو د رایو له طریقه انتخاب سي او پاته نیمايي برخه به یې د ګوندونو د لست د مخې انتخاب سي. دا په داسې حال کې ده چې پخوانی پارلمان یواځي د ګوندنو د لست د مخې انتخاب سوی و. د پوتین د متحدې روسیې ګوند د کریمیا د سیمې په برخه کې د زیات شمیر ملت پالو ملاتړ د ځان سره لري. حکومتي مطبوعات هغه کسان چې د کریمیا په هکله بل ډول نظر لري، یا یې د پامه غورځوي او یا هم ورته د ملي خاینیونو خطاب کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *