حکومت او حزب اسلامي به په راتلونکې اونۍ کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي

د بین الاافغاني سولې پروسه کامیابه ده او نږدې راتلوونکي کې به دا موافقتنامه نهایي شي او امضا به شي

د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقوند امریکا غږ ته وویل، چې اوس دا شورا تمه لري چې دا د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ موافقه به د راروانې اونۍ ترپایه د جمهور رئیس غني او د اسلامي حزب د مشر حکمتیار ترمنځ لاسلیک شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، چې ټاکل شوې وه، چې د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې موافقه له اختر وړاندې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او داسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ لاسلیک شي، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله دا کار له اختر وروسته ورځو ته وځنډیده.

مولوي اوچقوند وویل ” دی ته یې ترجع ورکړه چې تخنیکي او ادبي ستونزې حل شي او له هغې وروسته لکه چې د اختر په ورځ د جمهور رئیس په څرګندونو کې هم ورته اشاره شوې وه، په دې برخه کې هیڅ خنډ نشته چې په راتلوونکو څو ورځو کې به دا هوکړه لیک لاسلیک شي او د افغانستان د خلکو انتظار به پای ته ورسیږي”.

د افغانستان د سولې عالي شورا دغه چارواکي د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ د موافقې د مخنیوي لپاره د هڅو احتمال رد نه کړ، خو ويې ویل چې اوس دواړه خواوي په بشپړه توګه موافقې ته سره رسیدلي دي.

مولوي اوچقوند وویل ” په دې وروستیو کې د اسلامي حرب سره د موافقې په برخه کې چې ما کومې څرګندونې اوریدلي دي، زه فکر نه کوم چې په دی برخه کې دې کوم بل جدي خنډ وجود ولري چې هوکړه په ټپه دریدلي حالت ته یوسي او سل په سلو کې دا هیله شته چې د همدې اونۍ په اوږدو کې به دا هوکړه د دواړو مشرانو ترمنځ لاسلیک شي “.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *