د قبایلو په سیمه کې د ځانمرګي برید له امله ۱۶ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي
د قبایلو په سیمه کې د ځانمرګي برید له امله ۱۶ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي
یو ځانمرگي د خیبر پښتونخوا ایالت د مهمندو د قبائیلي سیمې په یو جومات کې ځان په بم الوزولی او ١٦ تنه یې وژلي دي.
دا پیښه د مهمندو د پایي خان د کلي په جومات کې د جمعې د لمانځه پر وخت شوې ده.
بل لور ته د جنوبي وزيرستان په سرا روغه سيمه کې هم د يوې بمي چاودنې له امله د يو تن د وژل کيدو خبر ورکړ شوی دی.
د راپورونو له مخې د روان کال د پيل راهیسې په پاکستان کې ځانمرګو بريدونو او بمي چاودنو زور اخیستی چې پکې په لسګونو کسان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ او حکومت ادعا کوي چې په هيواد کې یې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره په شمالي وزيرستان کې موثر پوځي عمليات کړي دي. دوی وایي چې په دې عملیاتو کې څه دپاسه ٣٥٠٠ ترهگر وژل شوي دي.
څیړونکي وایي په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو بریدونه یو څه کم شوي دي خو د دوی په وینا نورې سخت دریځه ډلې په دې هيواد کې لا هم د بريدونو توان لري.