د سرې میاشتې(بې پولې ډاکټرانو) یوه ډاکټر له خولې د منا پیښه

د سرې میاشتې یو ډاکټر وایي: مونږ د پیښې پر مهال په مناه کې شتون درلود او د روغتیایي کارکونکو په توګه مونږ ته په دې سیمه کې دنده راکړل شوې وه او یواځې یو شمیر ډاکټرانو د حج مراسم تر سره کول او ځینو یې د حاجیانو په منځ کې دنده تر سره کوله اود خپلو همکارانو د ټلفوني اړیکو له مخې د پیښې له رامنځ ته کیدو خبر شو.

له لسو دقیقو په لږه موده کې د پیښې ځای ته ورسیدو خو له دې امله چې دیری کسان تر پښو لاندې شوې وو  او د ټپیانو شمیره ډيره زیاده وه، داوو ډلو او دوه څلویښتو کسانو او د اوبو سره د پیښې سیمې ته واستول شو.

هغه کسان چې په یوه بل لویدلي وو دوی ته د مرستې رسول ډير سخت وو  او ډيری کسان له دې امله چې دوی ته رسیدګي نه کیدله خپل ژوند یې له لاسه ورکړ. ده ویلي ټپیانو ته د مرستې روسنې پّ لاره کې هم ځینې خنډونه رامنځ ته کیدل.

زه په خپله د منا په روغتون کې وم او دوامداره شتون مې درلود او د پیښې سیمې ته د مرستندویه روغتیایي ډلو داستولو پلانونه رامنځ ته کول.

ده ویلي که چیرې ټپیانو ته د روغتیایي مرستو رسولو په برخه کې دسعودي مسولینو له لوري ستونزې نه وی نو کیدای شو چې د منا پیښې ډيری ټپیان خپل ژوند ل لاسه نه وی ورکړی، ځکه چې د څلویښتو درجې په ګرمۍ کې تر ډیرې مودې د ټپي حاجیانو پاتې کیدل ددې لامل شول ترڅو دوی خپلژوند له لاسه ورکړي.

په خواشیۍ سره چې د سعودي عربستان د حکومت له لوري له حاجیانو د نه مرستې کړنو دوام درلود او وروستي مړي د سهار په دریو بجو را ټول کړل شول.

د سعودي عربستان مسولینو له دې ډول پیښې سره دمخ کیدو زدکړې نه وې تر لاسه کړې او پّ سیمه کې شته سرتیرو یواځې د امنیت د ساتلو دنده درلوده حتی د مړو شویو کسانو په هکله هم دوی د انځورو د اخستلو په حال کېوو  خو دوی کمرې هم ضبط کړې.

د حج زیارت روغتیایي مرکز او سرې میاشتېد پیښې د رامنځ ته کیدو په لومړیو کې سیمې ته امبولانسونه واستول ترڅو له سیمې ټپیان روغتونونو پّ لور ولیږدوي خو په خواشینۍ سره چې د تګ راتګ لارې تر امنیتي کنترول لاندې وې.

د منا روغتونونو د ټپیان لپاره ځای نه درلود او د منا روغتیایي ډلې هم د کړکیچ ډلې نه وې نو له دې مخې په منا کې د ټپیانو ته چوپړتیا وړاندې کول تر ډيره ښه نه وو او کولای شول یواځې کوچونیو ناروغیوته ځواب ورکړي.

دمنا په دوه روغتونونو کې د ټپیان د زیادوالي له امله ټپیان حتی د روغتون په دهلیزونو کې پراته وو ځکه چې دې روغتونونو د دومره ډيرو ټپیانو ظرفیت نه درلود.

مونږ به لیدل چې ژوندي او مړه شوي حاجیان له یوه بل سره په سړون خونو کې ځای پر ځای شول ډيری له دې امله بیهوشه شوي وو چې د څلویښتو درجو ګرمي کې ساتل شوي وو او خپل هوش یې له لاسه ورکړی وو او د سعودي عربستان مسولینو هر وګړی چې د ژوندي نښې نه پکې لیدل کیدي په کانتینرونو کې له دې سیمې لیږدول.

له دې سره د سعودي عربستان دروغتونونو امکانات دومره زیاته نه وو چې ټول مړه شوي حاجیان دې سیمو ته ولیږدوي  د مکې سرد خانه د نهه سوه مړیو ظرفیت لري او پاتې نور مړي په هغه کانتینرونو کې ایښودلشوي وو کوم چې تر شنه آسمان لاندې وو او مړیو ته ډير زیان رسولو.

ترڅوورځو د سعودي عربستان مسولینو مونږ ته د مړیو د پیژندلو اجازه نه راکوله او که چیرې سردخانو ته د مړیو په رالیږدولو سره همهاله د پیژندلو اجازه راکړل شوې وی نو په چټکی سره به کار تر سره شوی وی او هم د پیژندلو کار آسانه شوی وی ځکه چې د یوې مودې په تیریدو سره مړي خپل شکل ته بدلون ورکوي او پیژندل یې لږ ستونزمن وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *