د امریکا په نیویارک کې یوه مسلمانه میرمن سوځول شوي ده

د امریکا په نیویارک کې یوه مسلمانه میرمن سوځول شوي ده

دا په داسې حال کې ده چې د اختر په ورځو کې په آلمان کې هم ددوه ماشومانو یوه شل کلنه مور د اسلام او کډوال دښمنه له لوري د چړو په وسیله ووژل شوه

په امریکا متحده ایالتونو کې « اسلام فوبیا» یا اسلام دښمني‌ کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده. د امریکا د اورلانډو په ښار کې د لوی اختر په شپه د جومات له سوځولو نه وروسته دا ځل په نیویارک کې پر یوې مسلمانې میرمنې برید وشو. په نیویارک کې یو تن د اسلام دښمن یو تن برید کوونکي‌ یوې مسلمانې میرمنې ته اور واچو خو له نیکه مرغه چې د پیښې نه ټپۍ وژغورل شوه. په امريکا کې يو جومات ته اور واچول شو په نیویارک کې یو تن اسلام دښمنه برید کوونکي‌ د ټولو د سترګو پر وړاندې او د سړک په منځ کې حجاب لرونکې مسلمانې میرمنې ته اور واچول. ۳۶ کلنې میرمنې ته پدې برید کې ډیر زیات زیان ندی اوښتی. اور سمدلاسه د شاوخوا خلکو او میرمنې په هڅه مړ شو. پولیسو د برید کوونکي‌ د نیولو په خاطر هڅې پيل کړي‌ دي.

Author

خروج از نسخه موبایل